د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو پیل کولو ته چمتوالی ښودلی


تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د قطر په مرکز دوحه کې ترسره شي
تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د قطر په مرکز دوحه کې ترسره شي

وسله وال طالبان وایي چې د خپلو پاتې بندیانو تر آزادېدو وروسته په یوه اونۍ کې دننه د بین الافغاني مذاکراتو پیل کولو ته چمتو دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ اګست ۱۰مه (زمري۲۰) امریکا غږ ته وویل چې مرکچیان یې خبرو ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ موقف خو دادی، کله چې زموږ پاتې بندیان خلاص شي، له هغه نه وروسته موږ د یوې اونۍ دننه آماده یو چې بین الافغاني مذاکرات پيل کړو. یعنې یوه اونۍ کې هره ورځ کېدای شي."

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې بین الافغاني مذاکرات به د اګست په ۱۶مه پيل شي.

تمه ده چې ددغو مذاکراتو لومړی پړاو د قطر په مرکز دوحه کې ترسره شي.

د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د ۴۰۰ طالب بندیانو آزادول و چې تېره شپه یې ولسمشر محمد اشرف غني فرمان لاسلیک کړ.

د افغانستان جمهوري ریاست پدې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې ولسمشر غني دغه فرمانونه "د افغانستان د اساسي قانون د ۶۰ مادې په ۱۸ فقرې کې د مندرج حکم له مخې او د مشورتي لویې جرګې د غړو د غوښتنې" په اساس لاسلیک کړي دي.

د سولې مشورتي لویې جرګې پخپل پریکړه لیک کې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو سپارښتنه کړې وه.

د افغانستان او ناټو اړیکې

د ناټو منشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په ټلیفوني خبرو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کېدو په اړه له تازه پرمختګونو نه هر کلی کړی دی.

سټولټنبرګ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ښکېل اړخونه باید له رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه د سولې لپاره ګټه واخلي.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالب بندیانو د آزادېدو په اړه د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک او د ولسمشر غني فیصله ستایلې ده.

د مشورتي لویې جرګې تر پیل کېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي وو چې د طالب بندیانو په آزادېدو سره به تاوتریخوالی کم او بین الافغاني مذاکرات به پیل شي.

XS
SM
MD
LG