د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د پاتې بندیانو تر آزادېدو وروسته، بین الافغاني مذاکرات پیلیږي


خلیلزاد د سولې په بهیر کې له رامنځته شویو پرمختګونو څخه خوښي ښودلې
خلیلزاد د سولې په بهیر کې له رامنځته شویو پرمختګونو څخه خوښي ښودلې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو په اړه د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړه لیک څخه هر کلی کړی دی.

خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د اګست ۹مه (زمري ۱۹مه) د سولې په بهیر کې له رامنځته شویو پرمختګونو څخه خوښي ښودلې او په ټویټر کې یې لیکلي چې اوس د سولې لپاره تاریخي فرصت ممکن شوی چې په وینا یې هم د افغانانو په ګټه دی او هم د سیمې او نړۍ له امنیت سر مرسته کوي.

د خلیلزاد په ټویټ کې راغلي: "هیله لرم په راتلوونکو څو ورځو کې د بندیانو ازادول تکمیل شي، تر هغه وروسته به د اسلامي جمهوریت ټېم دوحې ته سفر وکړي او هلته بین الافغاني مذاکرات بېله ځنډه پیلېږي... طرفونه به داسې یو بهیر مخته یوسي څو په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د یوې سیاسي لارې نقشې او تلپاتې اوربند ټینګېدو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي."

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې په اساس چې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه، د افغانستان حکومت باید ۵۰۰۰ بندیان او طالبانو باید زر بندیان آزاد کړي وای.

افغان حکومت که څه هم د طالبانو لخوا د ورسپارل شوي لېست له مخې ۴۶۰۰ طالب بندیان ازاد کړل، خو د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له ازادولو سره یې مخالفت وښود.

ولسمشر غني وویل چې ۴۰۰ طالب بندیان په حق العبدي قضیو تورن دي او دی یې د افغانستان اساسي او جزا قانون په اساس د ازادولو واک نه لري.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د یادو طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په هدف د تیرې جمعې په ورځ رابلل شوې وه، د یکشنبې په ورځ یې د یوه پریکړه لیک په ترڅ کې د باتې زندانیانو له آزادولو سره موافقه وکړه.

سرچینو ویلي چې ولسمشر غني په پام کې لري چې د دوشنبې په ورځ د زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG