د لاس رسي وړ اتصالات

ټول فعال لوبغاړي باید د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره شرایط برابر کړي ـ یوناما


د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما وايي، ټول فعال لوبغاړي باید د بین الافغاني خبرو د پيل او بریالیتوب لپاره شرایط رامنځته کړي.

یوناما په دې اړه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د سولې یوازینۍ لار خبرې اترې دي او وايي، ټول باید د تاوتریخوالي کمېدو په اړه خپلې ژمنې ثابتې کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ په دې اړه ویلي: "په افغانستان کې دسولې یوازینی لار خبرې اترې دي. ټول فعال لوبغاړي باید دبین الافغاني خبرو اترو دپیل او بریالیتوب شرایط رامنځ ته کړي. ددې وخت دی چې همدا اوس ټول افغانان په لویه کچه دتاوتریخوالي په کمولو او زړه سوي سره د سولې لپاره خپله ژمنه وښیي."

یوناما پر داسې مهال د سولې د بین الافغاني خبرو پر تر سره کېدو ټینګار کوي چې د یادو مذاکراتو د پیل په اړه هیلې زیاتې شوي، خو تر دامهاله یې د تر سره کېدو کره نېټه لا نه ده مشخصه شوې.

په ظاهره داسې ښکاري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو خلاصولو بهیر کې د ځنډ رامنځته کېد له امله د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو کې خنډه رامنځته شوی وي.

وسله والو طالبانو له امریکا متحده ایالاتو سره د دوحې تړون په اساس افغان حکومت ته د خپلو ۵۰۰۰ طالب بندیانو ازادولو لېست سپارلی چې په مقابل کې به یې طالبان هم د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه امنیتي سرتیري خلاصوي.

افغان حکومت وايي، تر دامهاله یې د طالبانو لخوا د ورسپارل شوي لېست له مخې څه باندې ۴۰۰۰ زره تنه طالب بندیان ازاد کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر دې مخکې ویلي و چې د یاد لېست له جملې نه یوازې ۶۰۰ طالب بندیان چې حق البعدي دوسیې لیري نه ازادوي.

خو طالبانو تر دې مخکې ویلي که چیري د دوی ټول بندیان ازاد شي، دوی به په یوه اونۍ کې بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.

تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه ۶۰۰ کسان جدي ستونزې لري او خوشې کول یې د ملي او نړیوالو قوانینو په خلاف دي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره څو ځل نیټې ټاکلي چې طالبانو رد کړي او ټینګار یې کړی چې لومړی باید په لېست کې شامل ۶۰۰ بندیان خوشې شي.

د محمدحنیف اتمر په وینا ۱۲هېوادونو د بین‌الافغاني مذاکراتو د کوربتوب لپاره چمتوالی ښودلی او تېره اونۍ د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو ګډونوالو له طالبانو څخه غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

پر همدې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرسیتال شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي پمپيو تیره شپه د جولای ۱۶(چنګاښ۲۶) پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په اړه یې د قطر هیواد له همکارۍ څخه مننه کړې ده.

ټاکل شوې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د بین الافغاني خبرو لومړی په پړاو په قطر هیواد کې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG