د لوېدیځ بالکان له لارې اروپا ته د افغانانو کډوالي کمه شوې ده

د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) وايي، که څه هم د لوېدیځ بالکان له لارې اروپا ته د افغانانو کډوالي کمه شوې، خو افغانان لا هم د دې لارې د کډوالو له لویو ډلو څخه دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې شاوخوا ۳۹۴۱ افغان کډوال د لوېدیځ بالکان له لارې اروپا ته تللي، چې د دې لارې د ټولو کډوالو ۱۷ سلنه جوړوي.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۰ کال څخه د روان کال تر پیل پورې، د دغې لارې د افغان کډوالو کلنۍ ونډه ۲۱ سلنه وه.

راپور زیاتوي، د لوېدیځ بالکان له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو سفر په منځني ډول ۲۰۹ ورځې وخت نیسي او هر کډوال په دغه سفر کې له ۷۵۰۰ یورو څخه ډېر لګښت کوي.

په راپور کې راغلي چې افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله د خپل هېواد پرېښودو پرېکړه کوي، خو اقتصادي ستونزې، د ژوند د شرایطو خرابوالی او د کاري فرصتونو نشتوالی د کډوالۍ د پرېکړې مهم عوامل دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په البانیا، بوسنیا او هرزګوینا، مونټینیګرو، شمالي مقدونیه، سربیا او کوسوو کې له ۱۰۴۵ افغانانو سره مرکې کړې او د هغوی د سفر، لګښتونو او د هغو هېوادونو په اړه یې معلومات راټول کړي چې غواړي هلته ولاړ شي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر مشرې، میهیونګ پارک، ویلي چې د افغانانو کډوالي یوازې له یوې زاویې نه شي څېړل کېدای.

هغې ویلي: «له بده مرغه، کډوالي تر ډېره یوازې له یوې زاویې څېړل کېږي. د افغانانو د بې‌ځایه کېدو او د کډوالۍ اوسنی وضعیت پېچلی دی او په بېلابېلو لارو ترسره کېږي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې اکثره کورنۍ د خپل ژوند د بېرته جوړولو هڅه کوي، ځینې نورې کورنۍ لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې دي او یا نورو هېوادونو ته خپل سفر ته دوام ورکوي.»

د دې څېړنې موندنې ښيي چې له ټولو مرکه شویو افغانانو سره نورو اروپايي هېوادونو ته د خپل سفر د دوام نیت درلود.

د راپور له مخې، ایټالیا د ۳۷ سلنې، جرمني د ۲۲ سلنې او فرانسې د ۲۰ سلنې سهمیه سره د افغان کډوالو درې مهم ټاکل شوي مقصدونه دي.

راپور همدارنګه ښيي چې له کورنۍ سره اړیکې د کډوالو د مقصد په ټاکلو کې مهم رول لري. له دوو پر درېیمې برخې څخه زیاتو مرکه شویو کسانو ویلي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو نیت نه لري.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان په ورته وخت کې د کډوالو د بیرته ستنیدو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دومره ډېرو کډوالو بېرته ستنېدل پر هغو کورنیو او ټولنو لا ډېر فشار راوستی چې له دې وړاندې هم له اقتصادي ستونزو، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له کمښت او د ژمي له اړتیاوو سره مخ وې.

د دغه سازمان په باور، د تازه راپور موندنې کولای شي له حکومتونو او بشري مرستندویه ادارو سره مرسته وکړي، څو د کډوالو د ملاتړ لپاره په اصلي هېوادونو، د تګ راتګ په لارو او مقصد هېوادونو کې اغېزمنې پالیسۍ او پروګرامونه جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG