د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته کډه شوې افغانه خبریاله وايي یوازې خاطرې ورپاتې دي


ضیا ګل عظیمي، پخوانۍ افغان خبریاله چې اوس په امریکا کې د کډوالۍ ژوند کوي.
ضیا ګل عظیمي، پخوانۍ افغان خبریاله چې اوس په امریکا کې د کډوالۍ ژوند کوي.

خبریاله ضیا ګل عظیمي د هغو زرګونو افغانانو په کتار کې ده چې په تېر یوه کال کې امریکا ته کډه شوي او وايي، د تېر ژوند یوازې خاطرې ورپاتې دي.

هغې یو اوږده موده د هرات په ولایت کې د ژورنالیزم په ډګر کې دنده تر سره کړې خو اوس یې ځان په امریکا کې له ژوند سره عیار کړی دی.

مېرمن عظیمي دا وخت د امریکا په ورمانټ ایالت کې اوسیږي او د کډوالو د ځای پر ځای کولو له یوې ادارې سره کار کوي.

میرمن عظیمي وايي، د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د یوه خبري آژانس مشره وه او په سختو شرایطو کې یې کار کړی.

هغه وايي، د زرګونو نورو افغان مېرمنو په څېر مجبوره شوه چې هر څه پرېږدي. او اوس ورته د خپل تېر کار او ژوند یوازې خاطرې پاتې دي.

مېرمن عظیمي وايي، طالبانو په افغانستان کې د مېرمنو په ځانګړي ډول په رسنیو کې د کارکوونکو مېرمنو د ژوند کولو دپاره ډېر څه ندي پرې ایښي.

طالبان مني‌ چې د میرمنو پر کار او ژوند یې ځینې محدودیتونه لګولي، خو ملګري ملتونه وايي چې افغان میرمنې په سیستماتیکه توګه له ټولنې څخه ورکې شوې دي.

خو اوس د امریکا په ژوند کې د مېرمن عظیمي دپاره یوه نوې ورځ ده. هغه د تېرو څلورو میاشتو راهیسې د ورمانټ په ایالت کې د مهاجرینو د بیا میشت کیدو په اداره کې د کلتوري سلاکارې په توګه کار کوي. دا اداره افغان کډوالو ته د انګلیسي ژبې د زده کړې، کار موندنې، مالي او ګڼو نورو مرستو برابرولو په برخه کې کار کوي.

د میرمن عظیمي ترڅنګ، شاوخوا لس نور افغانان هم په دغه مرکز کې کار کوي. چارواکي یې وايي، ددې ټولنې لپاره د افغان همکارانو کار ورته ډېر اړین دی.

د ورمانټ ایالت د کډوالو د بیا مېشتېدو د ادارې د اطلاعاتو مدیر اډوارډو ملنډس وايي، ضیا ګل عظیمي ورسره په مهمه برخه کې کار کوي او د تازه راغلیو افغانانو دپاره د مرستې اړین معلومات چمتو کوي.

میرمن عظیمي وايي، که څه هم راتلونکی روښانه نه دی، خو هیله لري چې یو ځل بیا خپل هیواد ته لاړه شي، وطن او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

XS
SM
MD
LG