د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان خبریالانو وژنه په سختو ټکو وغندل شوه


وسله والو طالبانو سردار احمد له خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو سره یوځای ووژل
وسله والو طالبانو سردار احمد له خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو سره یوځای ووژل
د خبریالانو د ملاتړ بیلا بیلو ټولنو او ملګرو ملتونو د افغان خبریال سردار احمد وژنه په سختو ټکو غندلې او د جګړې له ښکیلو غاړو یې غوښتې چې د خبریالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې، د سردار احمد وژنه پر ژورنالیزم او خبریالۍ داسې یو ګوزار بللی چې ددغې ټولنې د اعلاميي له مخې «په هېڅ ډول د توجیه وړ» نه بلل کیږي.

د افغان خپلواک خبریالانو دغې ټولنې، په کندهار کې د یو بل خبریال پرویز نجیب وژنه هم غندلې ده.
ښاغلی نجیب د نوروز د جشن په مراسمو کې په یوې بمي چاودنې کې له برید وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
یادې شوې ټولنې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په درشل کې پر افغان خبریالانو بریدونه د اندېښنې وړ بللي دي.

افغان خبریالان د طالبانو د یوه برید پرمهال
افغان خبریالان د طالبانو د یوه برید پرمهال
د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیې بیا د افغان خبریال سردار احمد وژونکي « ترهګر او ډار اچونکي بللي» دي ، دغې اتحاديي دخبریالانو پر ټولو مدافع ټولنو غږ کړی چې، د ژورنالستانو د حقونو او سر ساتنې لپاره دې خپله مبارزه لا ګړندۍ کړي .




د افغانستان د خبریالانو د مصونیت ټولنې د پېښې د غندلو تر څنګ د خبریالانو د هغې پرېکړې ننګه کړې چې د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره به د طالبانو اړوند هېڅ ډول خبرونه نه خپروي .
د خبریالانو د ملاتړ ټولنې نۍ هم د طالبانو د خبرونو د نه خپرولو هرکلی او ننګه کړې ده .

د سردار له وژنې سملاسي وروسته په سلګونو افغان خبریالانو د یوې راټولېدنې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره به د طالبانو اړوند هېڅ ډول خبر هم نه خپروي .

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ پر ټولنو سربېره، ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یوناما دفتر هم د خبریال سردار احمد وژنه په کلکو ټکو غندلې او پر ښکیلو غاړو یې غږ کړی چې، د خبریالانو حقونه تر پښو لاندې نه کړي .

د افغان خبریالانو د ملاتړ ټولنې نۍ د طالبانو دخبرونو د خپرولو پرېکړه ستایلې ده
د افغان خبریالانو د ملاتړ ټولنې نۍ د طالبانو دخبرونو د خپرولو پرېکړه ستایلې ده

سردار احمد چې په کابل کې د فرانسي له خبري اژانس سره کار کاوه، پر سرینا هوټل چې کلک امنیتي تدابېر لري،د وسله والو طالبانو په ډلييز برید کې له خپلې مېرمنې، یوه لور او یو زوی سره یوځای، په ډزو ووژل شو.

په دغه برید کې اووه تنه نورهم ووژل شول چې څلور یې بهرنیان و ،
طالبانو د معمول په څېر د دغه برید مسولیت په خپله غاړه واخیست .

د سردار احمد د وژل شوې لور مکالمه:
د سردار احمد وژنه په ټولنیزو شبکو کې هم په پراخ ډول غندل شوې، ځینو خبریالانو او افغانانو د خپلو ټولنیزو شبکو پر فیسوک پاڼو د سردار احمد او د هغوی د وژل شويو ماشومانو تصویرونه هم خپاره کړي دي .

په خپله سردار احمد څه موده وړاندې په خپلې ټولنیزې شبکې ټویټر کې د خپلې لورې یوه مکالمه خپرې کړې وه چې اوس پر ځینو ټولنیزو شبکو هم خپره شوې ده .

د سردار لور پوښتلي و « پلاره! طالبان څاروي هم وژني؟» پلار یې ورته ویلي چې نه ، بیا یې لور ویلي وچې «کاش موږ هم څاروي وای».

په کابل او کندهار کې دوه ژورنالستان داسې مهال د وسله والو طالبانو په بریدونو کې وژل کیږي چې، د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته شاوخوا دوه اونۍ پاتې دي .

په داسې یوه حساس پړاوو کې له شک پرته چې افغانانو او نړیوالو ته د معلوماتو د رسولو له اړخه د خبریالانو دنده ډېره ارزښتناکه او مهمه بلل کیږي، خو پر دوی بریدونه بیا د دوی دنده لا پسې ستونزمنه او خطرناکه کړې ده.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG