د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له حاکمېدو وروسته 'په زرګونو افغان خبریالان' د وطن پرېښودو ته اړ شوي


د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یوه کال کې په زرګونو خبریالان د دوی د کار پر وړاندې د محدودیتونو او دندو د لاسه ورکولو له کبله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

له دې جملې څخه په لسګونو یې، دا اووه میاشتې کیږي په اسلام آباد کې نورو هیوادونو ته د تګ په خاطر انتظار باسي.

یو یې افغان خبریال سلیمان موسی زی دی چې له ډیرو نورو خبریالانو سره د هغه په وینا، په افغانستان کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو له امله اسلام اباد ته راغلي دي.

موسی زی وايي، سفارتونو ته یې په میاشتو انتظار کړی خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

هغه امریکا غږ ته وویل: "زموږ جدي هیله د سفارتونو او ملاتړو بنسټونو څخه دا ده چې دغه وضعیت ته رسیدګي وکړي، ترڅو دا خبریالان له دې ستونزو نه ووځي".

په اسلام اباد کې بل افغان خبریان عبدالله همیم په تېرو لسو کلنو کې د افغانستان په سویل کې د جګړې له میدان څخه راپورونه چمتو کړي دي،‌ او وايي دا دوه نیمې میاشتې مخکې کله چې د نشه يي توکو د کر او قاچاق په اړه یې راپور جوړوه، د طالبانو لخوا په مرګ وګواښل شو او له هغې وروسته اړ شو چې دنده پریږدي او له هېواد نه ووځي.

عبدالله همیم هم له ګڼو نورو افغان خبریالانو سره په اسلام اباد کې دی.

هغه امریکا غږ ته وویل: "زموږ کارونه محدود شوې وو. حتی د ډېرو وړو وړو مسایلو پر سر باندې،‌ موږ ته ګواښونه کېدل او زموږ پر سر باندې به ټوپک نیول کېده. مجبور شوم وظیفه مې پریښودم، او اسلام اباد ته راشم".

رفیع الله نیکزاد په کابل کې یو خصوصي تلویزیون سره کار کاوه. هغه وايي، کله چې طالبان واکمن شول، ورڅخه یې د تېرو خپرو شویو رپوټونو حساب غوښت او دی اړ شو چې هېواد پریږدي.

هغه وویل: "پنځه میاشتې مخکې څو ځلې د طالبانو لخوا راته زنګ ووهل شو ویې غوښتلم چې راشه زموږ د حکومت نه مخکې هغه رپوټونه چې زموږ په ضد تاسو اماده کړي،‌ د هغو په باره کې موږ ته لږ وضاحت راکړه".

نیکزاد وايي له همدې آمله یې له هیواد څخه د وتلو هوډ وکړ.

نوید کاوش بل افغان خبریال دی، وايي، طالبانو ورته خبرداری ورکړی او مجبور شوی دی چې له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي کاوش له اسلام اباد څخه امریکا غږ ته خپله کیسه دا ډول وکړه: "له ګواښونو سره سره مې خپل کار ته دوام ورکړ. په پنجشېر کې جګړې زور واخیست، له هغه ځایه مې راپور چمتو کړ. او بیا کله چې شپږ ښځې او درې ماشومان په کاپیسا کې د طالبانو له خوا په خپل سر ونیول شول. ما پدې اړه راپور جوړ کړ. طالبانو څو ځله زه خپل دفتر ته وغوښتم خو زه لاړ نه شوم. په تلیفون کې یې راته وویل چې ته د غرب مزدور یې د غرب له خوا پالل کېږي. که په هر ځای کې مو ونیولې، و به دې وژنو".

کاوش وايي، له هغه وروسته مجبور شو چې پاکستان ته وتښتي.

سمیع الرحمن رحماني بل افغان خبریال دی چې په اسلام اباد کې د سفارت د ځواب په تمه دی. هغه وايي: "په ټوله کې په اسلام اباد کې د خبریالانو وضعیت ښه نه دی. دوی د اقتصاد له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ویزې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د ځای په پیدا کولو کې ستونزې لري".

د طالبانو حکومت وايي‌ چې په افغانستان کې د هیڅ کومې رسنۍ یا خبریال پر کار محدودیت نه دی لګول شوی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، ادعا کوي چې په افغانستان کې دا وخت ټولې رسنۍ آزاد نشرات لري.

XS
SM
MD
LG