د لاس رسي وړ اتصالات

د مطبوعاتو د ازادۍ او بشري حقونو ټولنې: د پاکستان حکومت دې خطر سره مخ د افغان خبریالانو اېستل ودروي

افغان ژورنالستان - ارشیف
افغان ژورنالستان - ارشیف

د مطبوعاتو د ازادۍ او بشري حقونو ۱۷ ټولنو یو ایتلاف، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي، چې د افغان خبریالانو اېستل دې سمدستې ودروي ځکه خبریالان په افغانستان کې له «لویو خطرونو» سره مخامخ کیدای شي.

د مطبوعاتو نړيوال انستيتيوت (IPI) نن د مطبوعاتو د ازادۍ او بشري حقونو له ۱۷سازمانونو سره يو ځای د پاکستان لومړي وزير ته يو ليک واستاوه، څو په هغه هېواد کې د رسنيو د ازادۍ د ویجاړ وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي. او ددوي پاملرنه ورته واړوي.

په ليک کېIPI )) او شریکو ادارو له لومړي وزير شهباز شريف څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان د اساسي قانون او نړيوالو قوانينو له مخې د مطبوعاتو د ازادۍ د ساتنې دپاره دې سمدستي ګامونه پورته او د هېواد ژمنې عملي کړي.

دوي ویل: په جلاوطنۍ کې مېشت افغان خبريالانو ساتنه وکړئ او د بیرته ایستلو له خطر څخه یې وژغورئ.

"دا د اندېښنې وړ مسله ده په ځانګړې توګه چې پدې وروستيو کې په پاکستان کې د مېشت افغان خبريالانو د نيولو او شړلو پېښې زياتې شوې دي. ډېری دغه خبريالان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو مسلکي فعاليتونو له امله له ګواښونو، تاوتريخوالي، ځورونې او ځپنې څخه تښتېدلي دي."

د مطبوعاتو د ازادۍ او بشري حقونو دي سازمانونو د طالبانو په لاس د بیلابیلو خپل سري کړنو په اړه وویل: "خطر سره مخ د ژورنالستانو شړل کېدای شي هغوی د غچ اخيستنې، خپل سري بند، تاوتريخوالي يا حتی مرګ سره مخامخ کړي. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې سمدستي د هغو خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د بیرته استلولو بهیر ودروي چې له خطر سره مخ دي، او د نه ستنولو اصل (non-refoulement) د هغو کسانو لپاره مراعت کړي چې د خپلې خبريالۍ دندې له امله به په یقین چې له ګواښونو سره مخ دي."

تیر کال د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې وویل چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو او سیمو تر منځ په لسګونو درجې ټیټ شوی او په جدول کې یې ۱۷۸ ځای نیولی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې، دا هم وویل چې له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول بېرته ورستنوونکي افغانان چې پکې زیات شمیر افغان ژورنالستان هم شامل دي د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ځینې مېشت افغان خبريالان ادعا کوي چې پوليس يې د اسنادو پر درلودلو سربېره ځوروي، نيسي او د راولپينډۍ حاجي کيمپ ته يې استوي او بيا يې له هغه ځايه افغانستان ته ستنوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG