د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د دریو سیمه‌ییزو راډیوګانو دفترونه وتړل شول

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په کندهار ولایت کې د دریو سیمه‌ییزو راډیوګانو دفترونه تړلي دي. چارواکي وایي، دغه اقدام د مالیاتو نه ورکولو، د رسمي جواز نشتوالي او د غیر معیاري خپرونو له امله ترسره شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تحسین‌القرآن، څانګه او )زما زیور( راډیوګانو دفترونه د اړوندو ادارو په همغږۍ تړل شوي دي. د اعلامیې له مخې، یادو راډیوګانو د څو کلونو مالیات نه وو ورکړي او قانوني جوازونه یې هم نه لرل.

خو د دغو راډیوګانو له ډلې د یوې راډیو مسؤل ویلي، هغه ادعاوې چې ګواکې څانګه او زما زیور راډیوګانې مالیاتي پورونه لري او غیر معیاري خپرونې کوي، سمې نه دي او دا یوازې د دغو ازادو رسنیو د تړلو لپاره پلمه ده. دغه مسؤل زیاته کړې چې د جوازونو د تمدید په بهیر کې د استخباراتو تائید ته اړتیا وي، خو ځینې غوښتنې قصداً ځنډول شوې دي.

طالبانو نورو سیمه‌ییزو رسنیو ته هم خبرداری ورکړی چې خپلې خپرونې دې د اسلامي اصولو او اخلاقو پر بنسټ تنظیم کړي.

وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه په بې‌ساري ډول زیات شوي دي. کندهار، چې د واکمنې ادارې د قدرت مرکز بلل کېږي، د رسنیو له پلوه له سختو محدودیتونو سره مخ ولایت ګڼل کېږي.

په دغه ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو، ویډیویي مرکو او د ښځو د غږ پر خپرولو بندیزونه هم لګول شوي دي.

اوس مهال، له ملي راډیو پرته، په کندهار کې لس خصوصي سیمه‌ییزې راډیوګانې فعالیت لري، خو د محدودیتونو زیاتوالي او د سوداګریزو اعلانونو د عوایدو کمېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو راډیوګانو تړل غندلي او له واکمنې ادارې یې غوښتي چې د رسنیو د جوازونو د تمدید په برخه کې له خنډونو او محدودیتونو لاس واخلي او د رسنیو د آزاد فعالیت زمینه برابره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG