د لاس رسي وړ اتصالات

د سیمیزو ملیشو فعالیت ۳۱ ولایتونو ته غځیدلی


د محلي پولیسو ځواک په ٢٠١٠ کال کې د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د امریکا په مرسته جوړ شو.
د محلي پولیسو ځواک په ٢٠١٠ کال کې د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د امریکا په مرسته جوړ شو.

متحده ایالات د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د محلي پولیسو یا سمیه ایزو ملیشو مالي ملاتړ کوي.

دغه ځوانان په ظاهره د افراطیانو په څېر ښکاري خو هغوی د افغانستان د محلي پولیسو لپاره د ننگرهار په اچین کې کار کوي. کله چې داعش برید وکړي نو دا ځوانان د دفاع په لومړۍ کرښه کې وي.

د محلي پولیسو ځواک د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د امریکا په مرسته په ٢٠١٠ کال کې جوړ شو.

دا ځواکونه په ځانگړې توگه په هغو سیمو کې جوړ شوي چې د حکومت امنیتی قوه کمزوری دی.

نن سبا دغه ځواک د افغانستان په ٣١ ولایتونو کې د افغانستان د امنیتي چارو مهمه برخه گڼل کېږی. په اچین کې ځايی خلک له دغو پولیسو سره خوشاله دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په محلي پولیسو کې هروخت د شاملیدو پر مقرراتو عمل نه کېږي له همدې امله مجرمین، د ناقانونه ملیشو او وسلوالو ډلو غړي حتی طالبان هم پکې شاملیږي.

د متحده ایالاتو حکومت له دغې ادارې سره د راتلونکو مرستو لپاره په محلی پولیسو کې د اصلاحاتو شرط اېښی دی.

دافغانستان حکومت په دې اړه یو شمیر اقدامات کړي دي خو د بشري حقونو ډلې وايي په دغو سیمو کې نورو ډیرو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG