د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د اوبو د تصفیې د نشتوالي له امله روغتیايي گواښونه


په کابل کې د اوبو د تصفیې د سیستم نشتوالی یوه لویه ستونزه گڼل کیږي
په کابل کې د اوبو د تصفیې د سیستم نشتوالی یوه لویه ستونزه گڼل کیږي

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کانالیزسیون نشتوالی د روغتیا او پاکو اوبو په برخه کې یو لوی خنډ بلل کیږي.

انجینران وایي که په کابل کې د اوبو تصفیې ته پاملرنه ونه شي نو دا به په راتلونکې کې د کابل د اوسېدونکو روغتیا او پاکو اوبو ته لوی ګواښ وي.

بل خوا د د ښار او کور جوړولو وزارت وايي چې دوی د کانالیزسیون پر یو غیر متمرکز سیسټم کار کوي او همدارنګه د اوبو د تصفیې لپاره تصفیه خانې جوړوي.

د دې وزارت د اوبو رسولو، کانالیزاسیون، او چاپیرال د چارو رئيس ریاض درمل وايي دا مهال په ښارونو کې ۲۱ سلنه خلک د فاضل اب د تصفیې اسانتیاوو ته لاسرسی لري.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې، چې ورځ په ورځ ودانۍ او نفوس په کې زیاتیږي، د کانالیزسیون نشتوالی یوه لویه ستونزه یادیږي.

انجینران وايي که په کابل کې د کانالیزسیون جوړېدو او د اوبو د تصفیې لارو چارو ته ټینګه پاملرنه ونه شي، دا وېره شته چې په راتلونکې کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه نوره هم ټیټه شي.

انجینران وايي چې د کانالیزسیون نشتوالی، د کابل د اوسېدونکو پر روغتیايي وضعیت هم بدې اغیزې کوي.

خو د افغانستان د ښار او کور جوړولو وزارت وايي چې دوی په کابل کې د اوبو د تصفیه کولو غیر متمرکز سیسټمونه جوړوي او دا کار یې له دولتي او نړیوالو ادارو پېل کړی او همدرانګه د کورونو لپاره تصفیه خانه جوړوي.

ښاغلی درمل وايي دا مهال په افغانستان کې ۳.۴ سلنه خلک د اوبو د تصفیې سیسټم او نژدې ۱۶ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري، خو په ښارونو کې دا کچه لوړه ده.

د افغانستان د ښار او کور جوړولو وزارت وايي چې د افغان دولت په هڅو به تر ۲۰۳۰ کال پورې په ښارونو کې سل په سلو خلک پاک اوبو او نژدې ۵۲ سلنه خلک به د اوبو د تصفیې سیسټم ته لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG