د لاس رسي وړ اتصالات

هغه افغان اروپا کې نیول شوی چې امریکا کې د خپلې ښځې په وژلو تورن و 


تصویر: ارشیف

د امریکا د واشنګټن ایالت د سپوکن ناحیې پولیس وايي هغه افغان، چې د خپلې ميرمنې په قتل تورن و، په اروپا کې نیول شوی دی او امریکا ته یې د ستنولو هڅې پیل شوې دي.

پولیس وايي دا کس وحید کاشفي نومېږي او د ۲۰۱۹ د مۍ په میاشت کې یې خپله ښځه چې ارزو نومېدله وژلې او له امریکا څخه تښتېدلی و.

د سپوکن ناحیې پولیس وايي چې ښاغلي کاشفي په اروپا کې په خپل استوګنځي کې نیول شوی دی، خو د هغه د اوسېدو دقیق ځای ښودل شوی نه دی.

د سپوکن په سیمې کې د پولیسو یو مقام مارک کریګوري خبریالانو ته وویل چې وحید کاشفي د ۲۰۱۹ کال د مۍ په ۲۸ نېټه دوبۍ ته په یو طرفه ټکټ سفر کړی و او په ۳۰ تاریخ باندې کابل ته رسېدلی و.

پولیس چارواکي وايي چې د هغه ښځه ارزو په وروستي ځل د مۍ په ۲۵ نېټه لیدل شوې وه او د جون په څلورمه نېټه د کاشفي ملګرو پولیسو ته زنګ وهلی او له هغه وروسته پولیسو د کاشفي په کور کې د ارزو جسد موندلی دی.

پولیسو د پلټنو په مهال د وحید کاشفي په موټر کې یو یادښت هم موندلی چې په کې د تیلیفون یو کوډ و او لیکل شوي وو: «په تیلیفون کې مې دوې ویدیوګانې شته، هغه چې وګورئ بیا قضاوت کولای شئ، مننه.»

د پولیسو یو بل مشر مارک میلویلي په خبري کنفرانس کې دغو ویدیوګانو ته په اشارې وویل: «هغه په قتل اعتراف کړی او ویلي یې دي چې ولې یې دا کار کړی دی. فکر کوم هغه پوهېده چې تښتېدلای او ازاد ژوند کولای شي.»

د محکمې او پولیسو موندنو ښودلې چې وحید کاشفي له افغانستان څخه لومړی ایران، بیا ترکیې او بیا له هغه ځای څخه اروپا ته ځان رسولی دی.

د ارزو ځینو ملګرو پولیسو ته ویلي دي چې کاشفي له خپلې ښځې سره ستونزې لرلې او ځینو یې ویلي چې ارزو د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې ده.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي دي چې وحید کاشفي له امریکا څخه تر فرار مخکې خپل دوه ماشومان د یو ملګري په کور کې پرېږدي او ورته وايي چې مېرمنه به یې ورپسې راشي.

د کاشفي ملګرو پولیسو ته زنګونه وهلي او د هغه د غیابت خبر یې ورکړی دی. پولیسو بیا وروسته د هغوی ماشومان د ماشومانو د ساتنې یو مرکز ته انتقال کړي دي. پولیس وايي چې د کاشفي ماشومان د واشنګټن په ایالت کې «په امن او خوشحالۍ» کې ژوند کوي.

د سپوکن پولیسو ویلي دي چې د کاشفي د موندلو او نیولو لپاره د امریکا د دفاع او عدليې وزارتونو، د فدرال ادارو او نړیوالو پولیسو ګډ کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG