نورینه پنځمه ماشومه ده چې د یو افغان ځوان او د هغه د ملگرو د ټولنیزو رسنیو د کمپاین د لارې 'د یو ماشوم زړه خوندي کړئ' د ټولنې په مرستې د زړه د ناروغۍ ژغورل شوېده
د " ماشوم د زړه ساتنې " په نامه خیریه مؤسسې چې مرکز یې په اسرائیل کې دی، د نورینه په نامه د افغان ماشوم لپاره یې د وولفسن په روغتیایي مرکز د درملنې لارې چارې برابرې کړیدی.
دا روغتیایي مرکز د اسرائیل د هولون په ښار کې دی. د همدې خیریه مؤسسې په مرستې تر دې وړاندې څلور نور افغان ماشومان هم چې د زړه په ناروغۍ اخته و، په اسرائیل کې تداوي شوي و. افغانستان د اسرائیل سره هیڅ ډول سیاسي اړیکې نلري نو پوښتنه دا ده چې څنګه افغان ماشومان هلته د درملنې لپاره وړل کیږي.
د ۲۱ په نامه یوې اسرائیلې مجلې پدې هکله په یوې مقالې کې لیکلي دي چې دغه ماشومان د یو افغان په همکارۍ او هلو ځلو اسرائیل ته وړل شویدي. دغه افغان خپل نوم " جنګ ځپلی" ښودلی چې دا یې اصلي نوم ندی.
په مجلې کې لیکل شوي چې دغه افغان د ټولنیزو شبکو په مرستې په ډیرو برخو کې خیریه کارونه کړیدي په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو سره همکاري کول چې د زړه په ناروغۍ اخته دي. " جنګ ځپلي" په لومړي سر کې غوښتل د یو خپلوان لپاره چې د زړه په ناروغۍ اخته و، د درمنلې کومه لار پیدا کړي چې بالاخره د ټولنیزیو شبکو د لارې د امریکا د بهرنیو چارو د یو پخواني مامور (موسمن) سره آشنا شو او نورې لارې چارې ورته هغه وښودلې.
دغه امریکایي په اسرائیل کې کار کړی و او د ماشومانو د زړه ساتنې د مؤسسې په هکله یې معلومات درلودل. جنګ ځپلې د ۲۱ مجلې سره په مرکې ویلی په لومړي سر کې ورسره دا ویره موجوده وه چې اسرائیل ته د تګ لپاره ورته کومه ستونزه پیدا نشي خو کله چې د هغه فلسطیني ملګري وویل چې د اسرائیل سره د ځمکي په سر د جنجال باوجود هغوي د علاج لپاره اسرائیل ته ځي، دې کار جنګ ځپلې ته نور هم قوت ورکړ او خپل ماشوم یې د درملنې لپاره اسرائیل ته یوړ.
د ماشومانو د زړه ساتنې مسؤلین وایي جنګ ځپلی پخپله یوه شبکه ده او تر اوسه یې د پنځو داسې ماشومانو د زړه د ناروغۍ علاج کړی چې په مور د ګیډۍ نه د قلبي ناروغۍ سره پیدا کیږي. یو یهودی اسرائیلی چې په افغانستان کې زیږیدلی او پښتو او دري ژبو خبرې کولی شي، د هغو افغان کورنیو سره د ژباړې په برخې کې همکاري کوي چې خپل ماشومان اسرائیل ته د علاج لپاره وړي.
( دا لاندني عکسونه د هغه ماشومانو دي چې دغې ټولنې ورسره د زړه په عملیاتو کې مرسته کړیده. عکسونه د ټولنې د ویبپاڼې نه اخیستل شوې)