د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لوبغاړي وايي رزمي لوبې ورته له پخوا پاتې دي


افغان لوبغاړي وايي رزمي لوبې ورته له پخوا پاتې دي
افغان لوبغاړي وايي رزمي لوبې ورته له پخوا پاتې دي

لکه څنګه چې له نوم څخه پیدا ده رزم جګړې ته وايي‌ چې دا لوبې ټوله فزیکي جګړه نندارې ته ږدي چې په انګلیسي‌ کې ورته فایټ وايي.

د همدغې لوبې نوم هم فري فایټ دی چې پکې د بدن له ټولو غړو څخه کار اخیستل جایز دي یعنی ددې برخې لوبغاړي‌ آزاده مبارزه کوي.

د فری فایټ د برخې روزنکی سونیل احدي وايي‌ چې رزمي‌ لوبې ورته د نیکونو او پلرونو څخه پاتې ده ، نوموړي‌ زیاته کړه چې د ځاني ساتنې لپاره چې مبارزه پکې ده هغه رزمي لوبې دي.

نوموړي‌ په دې هکله وویل : "پخوا خو داسې وو که چې هغوی جنګ کاوه توپ او تفنګ دا شان نه وو هغوی به له شمشیر سره جنګ کاوه. خو اوس ښه موفع ته موږ ځوانانو ته چې ورزش وکړو ځکه رزمي ورزش د انسان روغتیا ته او فزیکی ،بدن او ټولو برخو ته ډیر ښه دی"

احدي زیاته کړه چې رزمي لوبې ګڼې برخې لري‌ لکه فري‌ فایټ یا آزاده مبارزه، اورینتال او داسې نورې چې د لوبو شمیر یې په څلرویشتو بیلابیلو فدراسیونونو ویشل شوی.

احمد ولي‌هوتک یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې له څو کلنو راپدې خوا رزمي لوبو ته یې مخه کړې ،نوموړي‌ رزمي‌لوبو ته د خپلې مخې کولو په اړه داسې وویل:

" زما له رزمی لوبو سره زیاته مینه وه په پیل کې ما کانګفو کوله فري فایټ ډیره سخته او آزاده لوبه ده. ټولې برخې چې سره یو ځای شي‌ نو فری فایټ ورڅخه جوړیږي‌ دا یوه ډیره سخته او خشنه لوبه ده او زما ډیره خوښیږي).

درې کاله کیږي هوتک په نړیوالو سیالیو چې په ایران،ترکیې او هندوستان کې ترسره شوې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي.

هوتک وویل چې په دننه کور کې زیاتې ستونزې لري او آن دا چې کله بهرنیو سیالیو ته ځي له خپل شخصي لګښت څخه د تګ راتګ مصرف ورکوي.

نوموړي په دې هکله وویل:

"زموږ امکانات په داخل کې ډیر کم له څنګه چې تاسو ګورې نسبت بهرنیانو ته.په دې کمو امکاناتو موږ وکولای شول چې هغوی ته ماتې ورکړو چې دا ټول د غیرت، غرور او افغانیت لامل کیدای شي"

ولي‌ هوتک ددې ترڅنګ چې په دغه ځای کې له نورو خپلو ملګرو سره رزمي‌ لوبې پر مخ وړي له حکومتي‌ چارواکو یې غوښتنه وکړه چې افغان لوبغاړو ته زیاته پاملرنه وکړي‌ څو دوی وکولای شي په راتلونکې کې زیاتې لاس ته راوړنې ولري.

نوموړي نورو ځوانانو ته چې سپورټ نه کوي‌ داسې پیغام وړاندې کړ.

"دوی باید یو ساعت ورزش ته بیل کړی ځکه ورزش صحت لپاره ډیره ګټه لري او پیغامې هغو ورزشکار ورورنو ته دا دی چې ورزش د صحت لپاره دی او هیڅ کله هم غلته استفاده ونه کړي‌ او کوښښ وکړي چې په بهرنیو سیالیو کې ګډون وکړي چې لاس ته راوړنې ولري"

د رزمي لوبو فري فایټ څانګه څلور کاله وړاندې د رزمي لوبو فدراسیون په اډانه کې د عبدالواسع قیومي‌ له لوري یې بنسټ کیښودل شو چې اوس مهال د هیواد په ګڼو ولایتونو کې څانګې لري‌ چې د لوبغاړو شمیر یې سلګونو کسانو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG