د لاس رسي وړ اتصالات

کډوال: د لویدیځی اروپاته په لار کې وهل کېږو اوسپي راشکارل کېږي


د هنگري او سربستان ترمنځ په موقتي مرکز کې ایسار پاتی ماشومان؛ په دې کمپ کې زیاتره سوري مهاجران اچول شوي دي.
د هنگري او سربستان ترمنځ په موقتي مرکز کې ایسار پاتی ماشومان؛ په دې کمپ کې زیاتره سوري مهاجران اچول شوي دي.

یو ډاکټر وايي کډوال زخمیان یا په سپیو داړل شوي وي، یا دوهلو له امله ټپي شوي وي او یا د مرچو اوبه ورشیندل شوې وي

د بالقان په هیوادونو کې پراته کډوال چې لویدیځې اروپا ته د ښه ژوند په لټه کې روان شوي د پولیسو له بد چلن نه شکایت کوي، خو د دغو کوربه هیوادونو چارواکي د دوي ادعاوې چې وایي پولیس یې په ډنډو وهي او سپي ورشکاري د شواهدو د نه شتون له امله ردوي. د اروپایي اتحادیې هیوادونو د تیرکال راهیسې د کډوالو لپاره خپلې دروازې وتړلې.

په سربستان کې شاوخوا اته زره کډوال په دې اسره شپې ورځې تیروي چې یوه ورځ به لویدیځې اروپا ته ولاړ شي، خو اروپایي اتحادیې د سلگونو زرو خلکو لپاره چې له منځني ختیځ، اسیا او افریقا نه ور روان دي د بالقان لاره بنده کړې. خو بیا هم کډوال په وړو وړو ډلگیو د قاچاقبر په مرسته هره ورځ له دغې سیمې نه تیریږي.

یوافغان کډوال،عبدالصبور وايي د هنگري پولیسو دوی ووهل او سپي ېې ور وشکارل. هغه وايی چې دوی ېې په داسی حآل کې پر مځکهپرې ایستلي وو چیسخت باران وریده او ښکنځلې ېې هم ورته کولې چې تاسېطالبان یاست ولې دلته راغلي یاست.

خو چارواکیو د کډوالو او د مرستندویو ډلو دا ادعاوې رد کړي دي. د کروایشا حکومت وایي چې د کډوالو سره د بد چلند شواهد نشته. هنگري وایي چې د کډوالو سره د انساني کرامت پر اساس چلند کوي او بلغاریا وایي چې د کډوالو سره د بد چلند هره ادعا یې څیړلې ده، خو تر اوسه یوه ادعا هم ثابت شوې نده.

یوبل افغان کډوال اتل شفیع الله وویل: کله چې مونږ له موانعو نه وواښتو، نو پولیسو محاصره کړو او وې وهلو. هر یوه به یې وهلو او ډیر په غوسه ول. بیا یې تر موانعو پورې وځغلولو او بیرته یې سربستان ته واړولو.

یو افغان کډوال په کمپ کې یوماشوم چی ژاړي له ځان سره انتقالوي. د کمپ پولیس ېې نه پرېږدي چی له کمپ نه لویدیځې اروپاته ولاړشي
یو افغان کډوال په کمپ کې یوماشوم چی ژاړي له ځان سره انتقالوي. د کمپ پولیس ېې نه پرېږدي چی له کمپ نه لویدیځې اروپاته ولاړشي

په مارچ میاشت کې د بې پولې ډاکترانو موسسه په بلگراد کې یو کلینک پرانستو. دغه موسسې د پولیسو له خوا پر مهاجرو تاوتریخوالی وغندو او هغه یې د وحشت دود وباله.

په بلگراد کې د بې پولې ډاکترانو د ادارې مشر اندریا کونتینتا وویل: مونږ د هر سرحد نه راغلي خلک معاینه کوو. څو میاشتې مخکې ډیر خلک مونږ ته د درملنې لپاره راغلي وو. مونږ ډیرې داسې پېښې ولیدلې چې د هغوی زخمونه د وهلو او په سپیو باندې د داړلو او د مرچو د سپرې له املهرامنځ ته شوي وو."

د بشري حقونو یوه ډله وایي د اروپایي اتحادیې د سرحدونو تړل چې د کډوالو ور اوښتل یې غیر قانوني کړيدي، د بالقان لاره یې ډیره خطرناکه کړې ده. د بې پولې ډاکترانو ادارې د تیر کال راهیسې د یونان او هنگري ترمنځ د اویا کډوالو مړه کېدل ثبت کړ ي دي. د دې مرگونو لاملونه سړه هوا، په اوبو کې ډوبیدل، ترافیکي پیښې او ځان وژنه ښودل شويدي.

XS
SM
MD
LG