د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا کې میشت افغان کډواله وایي د مور او وطن څخه لیرې یې اختر ډېر سخت و


په بهر کې ځوان افغان کډوال
په بهر کې ځوان افغان کډوال

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي چې اوس په کډوالۍ کې اخترونه له خپلو کورنيو څخه لیرې لمانځي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو فعاله ښايسته هم ده، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې بريتانيا ته کډواله شوې ده او دلته د پناه لپاره د لندن په يو هوټل کې ژوند کوي، هغې امريکا غږ ته وویل، «دومره يوازې شوې يم چې د اختر مبارکي لپاره څوک نيشته.»

ښايسته وايي، د مور د کور او د هېواد له غېږ لرې ده او د اخترورځ د هوټل په بنده کوټه کې د څلورو ديوالونو په مینځ کې له اوښکو سره تېروي.

هغې وویل، «تېرو اخترونو کې به مې خپله مور جانه غېږ کې نيوله او تر ټولو لومړۍ مې اختر مبارکي له هغې سره کوله، مېلمانه، خپل خپلوان په راکره راتلل، همزولو به نکريزې کېښودې، مېلو ته به تلو، شور او خوشحالۍ به وې خو اوس هر څه برعکس دي.»

ښايسته زياتوي، د ډېرو مجبوريو او سختيو څخه يې د مور او د هېواد غېږ پرېښی چې يوه روښانه اينده ولري ځکه چې افغانستان کې «د ښځو مثال د زندانيانو او غلامانو دی خو طالبانو پر دې ولې نه پوهېږي چې ښځه هم انسان دی هغه هم د ژوند کولو حق لري.»

د ښايستې کوچنی ورور، سباوون هم له خور سره بريتانيا ته کډوال شوی، هغه د امريکا غږ ته وویل، «دا اختر د ژوند تر ټولو سخت اختر دی چې له موره لرې يم.»

سباوون وايي، اختر د خپل کور او کلي خوند کړي چې لمونځونه به يې وکړل ټول ملګري به سره مېلو ته تلل، خپلو خپلوانو سره به يې کتل خو اوس په دې هېواد کې هېڅوک نه پېژني او د هوټل په کونجونو کې يې د اختر درې ورځې تېرې کړې.

سباوون زياتوي، « افغان تل جنګ ځپلی دی او افغانستان تل د جنګ ميدان دی تر څو چې هېواد ودان شوی نه وي، نو افغان به در په در وي.»

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ډېر افغانان د هېواد څخه بهر ته په تلو بريالي شول، خو د کورنۍ غړي يې ډېر ترې په افغانستان او یو لوی شمېر یې په پاکستان کې پاتې دي.

د ښايستې او سباوون مورهم له دې ډلې څخه ده، چې د اختر په ورځ یې خپل بچیان ډېر یادېدل. هغې له امريکا غږ سره په خبرو کې وویل، «د اختر خوشالۍ په مسافرۍ او يوازيتوب کې له اوښکو سره لمانځم بچي مې راڅخه بريتانيا ته د پناه لپاره تللي تر څو ژوندي پاتې شي او زه په پاکستان کې ترې پاتې يم، ټوله شپه ورځ د دوی فکر وړې یم.»

دغه مور وايي، که افغانستان ودان وای، حق حقدار ته ورکړل کېدلای، د مرګ وېره نه وای او د پېغلو او ځوانانو راتلونکی پکې محفوظ وای نو مور او پلار به ولې خپل اولادونه له هېواد څخه لرې لېږلو ته مجبوره ول؟

هغه زياتوي، «خاوند مې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په جنګ کې شهيد شوی اوس نه غواړم چې د بچو راتلونکی مې هم د خاوند په رنګ د تورو خاورو لاندې شي، ژوند مې د اولادونو څخه لرې ډېر سخت دی ډېره مريضه هم يم خو د اولادونو د ښه ژوند لپاره مې قرباني ورکړې ده».

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته زیات شمیر افغانان بريتانيا او نورو اروپايي هیوادونو ته کډوال شوي او په هیواد کې د بشري ناورین، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز محدودیتونو په وجه لا هم افغانان د خپل هېواد پریښودلو ته اړ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG