د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر: د مرګ تر دمه د اسلامي احکامو تطبیق ته ژمن پاتې کیږو


د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده

د طالبانو د ډلې مشر هبت الله اخندزاده د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۰ (حمل ۲۲) په یوه وینا کې د «مرګ تر دمه» د اسلامي احکامو پر پلي کیدو ټینګار وکړ او د دغې ډلې جنګیالیو ته یې وویل چې له بریالیتوب وروسته باید په شا نه شي او د قربانۍ ورکولو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکس په شبکه کې اخندزاده ته منسوب یو غږیز پیغام خپور کړی چې د هغه په وینا په کندهار ولایت کې د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته يې لمونځ کوونکو ته وینا کړې ده.

اخندزاده په دې ۳۵ دقیقه ییز غږیز پیغام کې طالبانو ته وویل: " ګورئ چې ناکام نشئ. دغسې مقابله وکړئ، دغسې قربانۍ ورکړئ، دغسې اشتهادي وکړئ لکه پرون چې مو په سختي کې اشتهادۍ کوله فدایانې مو کولې ددې کامیابۍ لپاره نن په راحت کې دغسې قربانۍ ورکړئ شاته نشئ، کمربند مات نه کړئ."

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د دوه لسیزو پوځي حضور په ترڅ کې طالبانو تل پر افغان ځواکونو او بهرنیو ځواکونو ځانمرګي بریدونه کړي او د دغو بریدونو اکثر قربانیان بې دفاع او بې ګناه ملکي افغانان وو.

د طالبانو مشر د امریکا د متحده ایالاتو د نوم له اخیستو پرته وویل چې پرون "دښمن تاسو ویشتلیاست، په ډرون یې ویشتلیاست، په ۵۲ ډوله یې ویشتلیاست، د بمونو په مور یې ویشتلیاست، په هر قسم کیمیاوي موادو یې سوزولی، هغه دشمن نن غافل ندی ناست. نن مو بیا په بله طریقه باندې ولي، نن مو په تبلیغاتو باندې ولي، نن مو په شیطانیت باندې ولي. نن مو په افتراق او تفرقه باندې ولي، نن ددې مقابله درسره کوي. نو لکه پرون چې دې مقابله وکړه نن یې هم وکړه. "

هغه په دغه وینا کې وار وار د "اتحاد او اتفاق" پر ساتلو ټینګار وکړ.

په تېرو څه دپاسه دوه نیمو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د طالبانو مشر ګڼ فرمانونه صادر کړي چې ځینې یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د تعلیم او کار له حقه د محرومولو په برخه کې حتی د طالبانو د ډلې د ځینو جګپوړو غړو له خوا هم د پراخو نیوکو سره مخامخ شوي دي.

اخندزاده همداشان د شرعي حدودو لکه قصاص او په عام محضر کې د تورن د مجازاتو او جسمي مجازاتو د تطبيق دفاع وکړه او دا کار يې د اسلامي قوانينو سره سم وباله. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي احکام به هغه ډول پلي کړي لکه څنګه چې د اسلام د پیغمبر په وخت کې تطبیق کیدل.

د طالبانو د مشر له فرمان وروسته په عام محضر کې د سزا د پلي کولو لړۍ زیاته شوې چې د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر دغه حکم "ډیر مایوسوونکی" بللی دی.

د طالبانو مشر د دغو نیوکو په ځواب کې وویل: "ته غواړئ دا خپل قانون پر ما باندې تحمیل کړئ او غواړئ چې ستا د قانون احترام وشي، زما اسلام دی، دین دی، د الهي دین دی، ولې دې ددې ولې احترام نه لرئ، ددې ولې بې قدري کوئ، عیب پک کښې وایی، مونږ مسلمانانو ته دا نسبت کوئ چې دا د بشر د حقونو خلاف دي؟"

د طالبانو مشر په دې وینا کې یوازې د «وروڼو» کلمه وکاروله او یو ځل یې هم د ښځو نوم وانخیست او نه یې هم د ښځو او اقلیتونو د حقونو ته اشاره وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د څه دپاسه دوه نیم کالونو په تیریدو سره تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د ټولو توکمونو او اقلیتونو په ګډون د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې په بشری حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو یې ټینګار کړی او دا یې له طالبانو سره د هر ډول سیاسي تعامل لپاره مخکنی شرط بللی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG