د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ نوې جنگي الوتکې تر لاسه کوي


افغان هوایي ځواک د کورنیو جگړو دمخه په سیمه کې یو د غښتلو هوایي ځواکونوڅخه و.
افغان هوایي ځواک د کورنیو جگړو دمخه په سیمه کې یو د غښتلو هوایي ځواکونوڅخه و.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل څلور A-29 ډوله الوتکې چې په متحده ایالاتو او برازیل کې جوړې شوي دي سبا د جمعې په ورځ افغان هوایي ځواک ته سپارل کیږي.

څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستیال جنرال هانس لوتار دومروس په مزارشریف کې وویل چې دوی به له افغان هوايي ځواکونو سره د نورو مرستو ترڅنګ د جنګي الوتکو مرستې هم کوي چې د کندز ښار سقوط ته ورته نورې پېښې رامنځ ته نه شي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال تر جنګي موسم وړاندې به افغانستان ته ۲۸ څرخي الوتکې ورکوي، چې د دغو څلورو الوتکو ورکړه د افغان هوایي ځواک سره د همدغو مرستو لړۍ ده.

د دفاع وزارت د ویاند په وینا دا جنگي الوتکې به د افغان ځواکونو سره د افغانستان د وسلوالو مخالفینو په ځپلو کې مرسته وکړي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د افغانستان د وسله وال ځواک د روزنې، تمویل او تجهیز لپاره هڅې کیږي، تل د هوایي ځواک د تجهیز او اکمال یادونه شوې ده. خو افغان هوایي ځواک ته د کارپوهانو په اند هغسې چې لازم دي، جنگي الوتکې او هلیکوپتري نه دی ورکړل شوي.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو خبریالانو ته د هیواد د امنیتي حالت په هکله د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په تیرو څلورو ورځو کې د دولت د وسلوالو مخالفینو په وړاندې ٢٨ جنگي عملیات ترسره کړي چې په لړ کې یي ٢٥ مخالفین وژلي او ١٨ نور یي نیولي دي.

د دفاع او او کورنیو چارو وزراتونو په کال ٢٠١٦ کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو کنگوسې ردوي او وایي پولیس او اردو د هر ډول گواښ د مخنوي لپاره چمتو دي.

په دې وروستیو د افغان هوایي ځواک د پیاوړي کولو او مجهز کولو هڅې هغه وخت گړندۍ شوې چې د دولت وسله والو مخالفینو په شمال، جنوب او ختیځ کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړ.

XS
SM
MD
LG