د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر سلب اعتماد کړ


د افغانستان د امنیتي ادارو یو تر ټولو جګپوړه مشر چې د کار د پیل کولو یې لا یو کال هم نه پوره کیږي، د دوشنبې په ورځ پدې ونه توانید چې د ولسي جرګې د غړیو لخوا د باور رایې تر لاسه کړي.

د کورنیو چارو پر وزیر غلام مجتبی پتنګ باندې دا تور لګول شوی چې د امنیت په ټینګښت کښې پاتې راغلی دی. د ولسي جرګې غړي وایي د کورنیو چارو وزارت نشي کولی چې د کابل – کندهار د لویې لارې امنیت ټینګ کړي. د دوشنبې د ورځې په رای ګیرۍ کې نوموړي ته 136 رد او 60 د تایید رایې واچول شوې چې د تایید رایوو د لږوالي له امله نوموړی د خپل مسولیت څخه سلب اعتماد شو.

د تیر کال د اګست په میاشت کښې کله چې پارلمان د کورنیو چارو پخواني وزیر بسم الله خان محمدي ته د امنیت په ټینګښت کښې د ناکامه کیدو په خاطر د باور رایه ورنکړه، ښاغلي پتنګ د کورنیو چارو وزارت مقام تر لاسه کړ.

پداسې حال کښې چې افغان ولسمشر حامد کرزی د افغانستان نه د ناټو او امریکایي ځواکونو تر وتلو وړاندې، د یوه قوي هیواد جوړیدو لپاره کوښښ کوي، تر اوسه لا دا نده معلومه چې آیا هغه به د کورنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي پتنګ لیرې کیدل ومني او که نه.

ښاغلي کرزي ویلي دي چې د جنرال پتنګ په قضیې کښې به د سترې محکمې سره سلا مشورې کوي. دا پدې مانا چې ښاغلی پتنګ به ښایي چې د څو اوونیو او یا هم څو میاشتو لپاره د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست وزیر په توګه کار کوي.
مجتبی پتنګ پخپل وزارت او ټول حکومت او دولت کی فساد منی خو وایی په یواځی سر ،،د دغو لیوانو،، سره مقابله نشي کولای .

بل پلو کرزی وایي پارلمان دا حق لري چې یو چارواکي ته د باور رایه ورنکړي خو وایي ،، زهغواړم دا مسله معلومه کړم چې آیا د ولسي جرګې د رایه ګیرۍ نتایج د قانون سره سم تر سره شويدي او که نه.،،

یو شمیر مبصرین وایي د کورنیو چارو وزیر ښاغلي مجتبی پتنګ د افغانستان د پارلمان ځیني هغه غړي افشا کول غوښتل چې په اداري فساد کښې ښکیل دي نو په همدې خاطر د ولسي جرګې غړیو هغه ته د باور رایه ورنکړه.
XS
SM
MD
LG