د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو عملیاتو مرکزونه پنځه ولایتونو ته پراخه کیږي


د افغانستان د دفاع وزارت وایي اوسمهال د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو مرکزونه په دوو ولایتونو کې فعال دي
د افغانستان د دفاع وزارت وایي اوسمهال د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو مرکزونه په دوو ولایتونو کې فعال دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په دغه هیواد کې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو مرکزونه له دوو ولایتونو څخه پنځه ولایتونو ته غځول کیږي.

افغان حکومت وايي چې د افغان پوځ او په ځانګړي ډول د هوايي ځواک پیاوړتیا د افغانستان د څلورکلن امنیتي پلان یوه برخه ده چې تر ډیره به د امریکا متحده ایالاتو په مالي مرسته پراختیا ومومي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې اوسمهال د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتي چارو کمپلکسونه په هلمند او بلخ ولایتونو کې فعال شوي دي او ټاکل شوې چې په کندهار، هرات او د ننګرهار په ولایت کې هم فعال شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې اوسمهال د د غو کمپلکسونو د فعالولو لپاره په دغو ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو د کارونې لپاره د پرسونل د روزنې چارې روانې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د دغو الوتکو شمیر ونه ښود، خو ویې ویل چې اوسمهال له دغو الوتکو یوازې د کشفي چارو لپاره کار اخیستل کیږي.

د افغانستان حکومت وايي چې د امریکا متحده ایالاتو ورسره د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره نږدې اته سوو میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې چې له مخې به یې په راروانو څلورکلونو کې افغان هوايي ځواک د امریکایي بلک هاک هلیکوپټرو ترلاسه کولو ترڅنګ ډول ډول پوخي الوتکې او هیلکوپټرې هم ترلاسه کړي.

تیره اونۍ افغان پوځ د بلک هاک هلیکوپټرو لومړۍ جوپه ترلاسه کړه.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان د کندز او هلمند په ولایتونو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې د پرمختګ د نورو عواملو ترڅنګ یو علت په دغو دوو ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل ګڼي.

دا کارپوهان وايي چې که له دغو الوتکو څخه په سمه کار واخیستل شي، نو ورسره په هغو ولایتونو د امنیت په ښه کیدو کې مرسته وشي چې امنیتي وضعیت یې ښه نه دی او د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې ډیر نفوذ لري.

دغه کارپوهان وايي د دې لپاره چې افغان پوځ یوازې د کشف لپاره د دغو الوتکو کار اخلي ورسره د بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د پیښیدو اندیښنې هم راکمیږي.

XS
SM
MD
LG