افغانه غرختونکې ذکیه احمد، چې په “ریور” نوم هم شهرت لري، د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ماونټ ایوریسټ سر ته په رسېدو سره لومړنۍ افغانه شوه چې دغه تاریخي بریا یې تر لاسه کړه.
د پاکستان د الپاین کلب د پنجشنبې ورځې اعلامیې له مخې، اغلې احمد د پنجشنبې په سهار وختي د نیپالي لارښودونکو، په مرسته د ایوریسټ غره ( ۸۸۴۸ ) متره لوړې څوکې ته په ختلو بریالۍ شوه.
احمد، چې یوه کډواله او فعاله ده، د طالبانو بیا واکمن کیدو وروسته له هیواد ووته. هغه اوس په اسټرالیا کې مېشته ده.
د نوموړې دا بریا د افغانستان او همدارنګه د هغو ښځو لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه بلل کېږي چې د جګړو او بې ځایه کېدو له اغېزو سره له مخ هېوادونو څخه دي.
د هغې ملاتړي وايي، د ایوریسټ سر ته د دې افغانې رسېدل د نړۍ د ښځو او کډوالو لپاره د زړورتیا، مقاومت او هیله مندۍ یو بیلګه او ښکاره نښه ده.
ماونټ ایوریسټ، چې د همالیا په غرونو کې د نیپال او تبت پر پولې موقعیت لري، لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو او خطرناکو غرونو څخه ګڼل کېږي او هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک ورځي.
فورم \ دبحث خونه