د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ښاروالۍ ۱۴ زره قراردادي کارکوونکو برخلیک معلوم ندی


Kabul Municipality workers
Kabul Municipality workers

د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د ښاروالیو د تنظیف برخې قرادادي‌ کار کوونکي، د سي جي‌ سي په نوم پروژې ناڅرګند برخلیک ته اندېښمن دي.

د افغانستان د ۱۲ ولایتونو په ښاروالیو کې د تنظیف د رسمي کارکوونکو ترڅنګ ۱۴۷۴۹ زره هغه قراردادي کارکوونکي هم د ښارونو په پاکولو کې ونډه لري چې د ملګرو ملتونو-هبیتات ادارې تر نظر لاندې د ښاروالۍ په چوکاټ کې ترې ملاتړ کېږي.

دغه پروژه د (USAID) او اروپایي اتحادیې له خوا تمویلېږي چې دوه کاله یې دوام کړی دی.

د یادو شمېر کارکوونکو له ډلې ۱۵۱۵ تنه ښځې دي، په دوی کې داسې کسان هم شته چې په وینا یې د خپلې کورنۍ یوازینی د عاید سرچینه یې له همدې دندې چې په میاشت کې شااوخوا ۸ زره افغانۍ (۱۰۶ امریکايي دالره) لاس ته راوړي.

د کابل ښاروالۍ ځینو قراردادي کارکوونکو له امریکا غږ سره په مرکو کې وویل چې که د دوی پروژه ونه غځېږي دوی ښايي بل کار پیدا نه کړي تر څو د خپلو کورنیو خرڅ پرې برابر کړي.

۲۵ کلن محمد تمیم چې په پښو ژوبل دی د دې پروژې یو کارکونکی دی، هغه وايي د کمپیوټر ساینس پوهنځی یې لوستلی خو تر اوسه نه دی بریالی شوی چې په خپل مسلک کې دنده لاسته راوړي.

د هغه په وینا: "د نفقې پیدا کولو ته اړ شوی یم چې دا دنده تر سره کوم، خو که دا دنده هم له لاسه ورکړم نه پوهېږم چې څه وکړم؟"

سیما د دې پروژې بله ښځینه کارکووکې ده چې ۶ زامن او لوڼې لري، خاوند یې نشته او د کورنۍ یوازینۍ غړې ده چې کار کوي، سیما هم د خپل کار د له لاسه ورکولو په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان د مرکزي احصايې د ادارې وروستۍ سروې، چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې ترسره شوې ښيي، چې ۵۴.۵ فیصده افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو-هبیتات دفتر امریکا غږ ته وویل چې یاده پروژه به د ۲۰۱۹ کال تر جولای میاشتې پورې دوام وکړي، خو وايي، دا معلومه نه ده چې وبه غځول شي او که نه.

د ښاروالۍ ۱۴ زره قراردادي کارکوونکو برخلیک معلوم ندی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00

د کابل ښاروالې د تنظیف ریاست اوس مهال ۳۶۵۰ تنه رسمي کارکوونکي لري، د دې ریاست مشر احمد بهزاد غیاثي امریکا غږ ته وویل: “د قراردادي کارکونکو کار زموږ سره مرسته کړې او کار یې ښه نتیجه ورکړې ده." غیاثي وايي، که د قراردادي کارکوونکو قرارداد نور ونه غځول شي ښايي دوی یې یو محدود شمېر په ښاروالۍ کې جذب کړي، خو دا خبره لا تر اوسه سمه نه ده روښانه شوې.

په کابل ښار کې ۴،۱ میلیونه کسان ژوند کوي او په یوې ورځې کې ۲۵۰۰ نه تر ۲۸۰۰ ټنو پورې کثافات راټولېږي، خو د کابل ښاروالۍ په وینا "د تنظیف رسمي کارکونکي د ښار پاکولو لپاره بسنه نه کوي."

XS
SM
MD
LG