د لاس رسي وړ اتصالات

حنیف اتمر د دولتي مقاماتو سره د جدي اختلافونو په وجه استعفی وکړه


د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له خپل مقام نه استعفی وکړه او خپله استعفی یې د افغانستان جمهور رئیس ته وړاندې کړه.

د جمهوري ریاست ماڼۍ ارگ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر جمهور رئیس محمداشرف غني ته نن د شنبې په ورځ (اگست ٢٥) خپله استعفا رسماً وړاندې کړه.

اعلایمه زیاتوي چې ښاغلي غني "د ملي امنیت سلاکار استعفا منظور او هم‎مهاله یې په امریکا متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه تعین کړ."

بلخوا ښاغلي اتمر په خپل استعفی لیک کې لیکلي دي چې د دندې له پیل راهیسې د افغانستان د جمهور رئیس له اعتماد نه برخمن و خو " د وحدت او ملي اجماع د حفظ او ټینگښت، د سولې او امنیت د رامنځ ته کیدو، سیاسي مدیریت، انتخاباتي چارو، ښه حکومتداري او د هیواد د سیمه یزو او نړیوالو اړیکو اړوند سیاستونو او روشونو په هکله د دولت د رهبرۍ په کچه د جدي اختلافونو په وجه مې" استفی مې وکړه.

د حنیف اتمر د استعفی متن
د حنیف اتمر د استعفی متن

ښاغلی اتمر د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د جمهوري ریاست پر وخت لومړی د کلیو د پراختیا د چارو، بیا د پوهنې وزیر او همداشان د کورنیو چارو د وزیر په توگه دندې تر سره کړې وې.

ښاغلی اتمر ارگ ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني له رسیدو وروسته ښاغلي غني ته یو له ډیرو نژدې کسانو څخه و.

XS
SM
MD
LG