د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغانستان کې پر کورونو د شپې لخوا چپاوونه زیات شوي


رپوټ: افغانستان کې پر کورونو د شپې لخوا چپاوونه زیات شوي
رپوټ: افغانستان کې پر کورونو د شپې لخوا چپاوونه زیات شوي

رپوټ وایي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لورې پر کورونو د شپې له خوا بریدونه زیات شوي دي خو هغوی اوس د سمو معلوماتو په بنسټ عمل کوي.

د پرانستې ټولنې د بنسټ او د تی ال او په نامه د یوې غیر دولتي موسسې رپوټ چې نن خپور شو وایي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د افغانانو پر کورونو باندې د شپې له خوا بریدونه زیات کړي خو دوی اوس په دې کار کې له پوره پاملرنې کار اخلي او وایي چې دوی له پنځو څخه په څلورو ماموریتونو کې اصلي کسان نیسي.

دوی پراخ عملیات هم کوي چې په هغوی کې زیات شمیر کورونه او یا هم ټول کلي تالاشي کیږي، په لسګونو نارینه او هلکان د څو ساعتونو او یا هم د څو ورځو لپاره بندیان کیږي.

د پرانستې ټولنې د بنسټ جګپوړې څیړونکې ایریکا ګسټن وایي د شپې له خوا دغو عملیاتو پر زیات شمیر افغانانو اثر کړی.

(.. تیر کال د شپې له خوا د بریدونو کچه ډیره لوړه شوې وه او ښایي په تیرو دوو کلونو کې دا شمیر څلور او یا پنځه چنده شوې وه. دا په دې معنی دي چې ډیر تهاجمي تمرین دی چې په ډیرو افغاني کورونو باندې ترسره کیږي.)

رپوټ خبرداری ورکوي چې پراخ عملیات او زیات شمیر نیونې ښایي دواړه د نړیوال قانون خلاف وي. دوی زیاتوي، داسې ښکاري هغه افغانان چې له یاغیانو سره ډیرې کمې اړیکې لري او پرته له دې چې جګړه مار او یا هم د یاغیانو د ډلې قوماندانان اوسي ددغو بریدونو هدف شوي دي.

(.. کله چې نړیوال ځواکونه یو کور ته ورځي ښایي د سمو معلوماتو په بنسټ وي او ښایي کوم یاغي به هلته پټ وي، خو هغوی ټول هغه نارینه چې هلته وي، نیسي چې ښایي هغوی بې ګناه ملکي وګړي وي. په نورو پیښو کې مونږ موندلي هغوی چې د یاغیانو په هکله ډیر لږ معلومات او یا د هغوی سره اړیکې لري چې ښایي دا اړیکې د قومي جوړښت له مخې وي او یا یې یاغیانو ته ډوډۍ او پناه وکړې وي، هغوی هم ځنې وخت د استخباراتي هدفونو په وجه زنداني کیږي.)

د ناتو په مشرۍ نړیوال مرستندویه ځواکونه وایي دوی ددې رپوټ موندنو ته هرکلی وایي او د هغوی وړاندیزونه به په غور وګوري تر څو د خپلو عملیاتو په ښه کې ترېې ګټه واخلي خو ددغو عملیاتو څخه د یو مهم پوځي چلند په توګه دفاع هم کوي.

په افغانستان کې د شپې له خوا بریدونه د بهرنیو پوځیانو یو د خورا کرجنو او منفورو تکتیکونو څخه دي چې د لویدیځو هیوادونو او جمهور رئیس حامد کرزي ترمنځ د اختلاف سبب شوي هم دي. ښاغلی کرزی ددغو بریدونو د پای ته رسیدو غوښتونکی دی.

XS
SM
MD
LG