افغان او د ناتو چارواکی وایی چی د افغانستان په جنوب کی په سختو جنگونو کی ٩٠ یاغیان وژل شوی دي.
چارواکي وایی چی لږ تر لږه ٧٨ یاغیان پرون په داسی حال کی ووژل شول چی د اُییتلاف قواوو د پکتیکا په ولایت کی د ناتو په یوی پوستی باندی د یاغیانو یوه حمله په شا وتمبوله. په دی جنگ کی د ناتو پنځه عسکر زخمی شوي دي.
د ناتو په مشرۍ د اییتلاف قواووی وایی چی قواوو یی د هوایی مرستی غوښتنه وکړه چی د دی حملی په شا تمبولو کی یی ورسره مرسته وکړه.
په یوه جلا پیښه کی یو افغان چارواکئ وایی چی د ناتو او افغان قواوو پرون د هلمند په ولایت کی په عملیاتو کی اولس یاغیان ووژل.
یوه محلی حکومتی ویاند وویل چی د دیشو په ولسوالۍ کی جنگ دولس ساعته دوام وکړ.
بل پلو ناتو وایی چی د پنجشنبی په ورځ د ذابل په ولایت کی د طالبانو یو غټ قوماندان ملا عبدالله کاکړ په هوایی بمبارۍ کی وژل شوئ دئ.