د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي د کندهار عینو مېنه کې د لوی برید مخه نیولې


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي چې ځانګړو ځواکونو يې د کندهار په عینو مېنه کې د یوه لوی برید مخه نیولې او ۱۱ تنه يې نیولي دي.

ملي امنیت ویلي چې په نیول شوو کسانو کې دوه تنه یې انتحاري برید کوونکي‌و.

د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۹مه» ملي امنیت د لوی ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه عملیات تېره شپه په عینو مېنه کې له کابل څخه لېږل شوي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تر سره کړي.

په خبر پاڼه کې ويل شوي چې نیول شوو کسانو د وسله والو طالبانو د مشرۍ په لارښوونه په شاه ولیکوټ، ژړۍ، میوند او کندهار ښار کې پر امنیتي پوستو، اکمالاتي‌ قطارونو او ملکي‌ اهدافو باندې حملې تر سره کولې.

د کندهار د پوليسو یوه لوړ پوړي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د ملي امنیت خاصو ځواکونو له کابل څخه دغه عملیات پلان کړي وو.

سرچینه زیاته وي چې د کندهار ځايي امنیتي ادارې یوازي دومره په جریان کې وې چې په عینو مېنه کې د ملي امنیت خاص قطعات عملیات لري او دوی پکښې هېڅ ونډه نه‌لرل.

منبع وايي چې یوه اونۍ وړاندې په‌دې اړه استخباراتي معلومات وو چې د دولت وسله وال مخالفین په‌دې هڅه کې دي چې په عینو مېنه کې یو لوی برید تر سره کړي.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز پېښه تائیده وي خو زیاته وي چې په‌دې اړه ټول معلومات د ملي امنیت له عمومي ریاست سره دي.

عینو مېنه کندهار ښار په یوولسمه حوزه کې موقعیت لري چې امنیت يې تر ډيره پوري د پوليسو له لوري ساتل شوی.

نوموړی ښار ګوټی د جنوب په سطحه یوه پرمختللی او عصري ځای بلل کېږي چې د اوسیدو د کورونو تر څنګ عصري مارکېټونه، ځيني دولتي ودانۍ او تفریحي ځایونه يې خاص شهرت لري.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG