د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار عینو مېنه کې ځانمرګي برید ۵ تنه وژلي


د کندهار ښار د یوولسمې حوزې اړوند عینو مېنه کې ځانمرګي برید پنځه تنه وژلي‌ دي.

دغه پېښه د سې شنبې مازدیګر څه باندې څلور بجې د عینو مېنې او کابل اډې ترمنځ سیمه کې وشوه.

د کندهار یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې یوه پلې ځانمرګي په یاده سیمه کې د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکو بړېڅانو پر کور چاودنه وکړه.

پر همدې مهال له سیمې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې ۵ تنه بلوڅان وژل شوي دي.

تر دا مهاله ددغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

له سیمې د امریکا غږ خبریال وايي چې د پېښې ځای ته تلونکې لارې د امنیتي ځواکونو لخوا د خلکو پر مخ تړل شوي او چا ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG