د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت وايي، ننګرهار کې د طالبانو بې پیلوټه طیاره نیولې


د ملي امنیت لخوا د طالبانو نیول شوي بې پیلوټه طیاره

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په ننګرهار ولایت کې د ځانګړي عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه او نورې سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست نن چهارشنبه جون ۱۰ (غبرګولې ۲۱) ویلي چې دغه عملیات د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عبدالفتاح مشهور په پتنګ د طالبانو د یو نیول شوي قوماندان د چاودېدونکو موادو او وسلو پر مرکز تر سره شوي دي.

د یاد ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د تر سره شوو عملیاتو پرمهال د طالبانو یوه بې پیلوټه طیاره او د نورو سپکو او درندو وسلو په ګډون د هاوان ۸۲ مرمۍ د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

بیان وايي چې په دغو ځانګړو عملیاتو کې د غلام محمد او روزي خان په نوم دوه تنه چې د دغو چاودېدونکو مودو ساتنه یې کول هم نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

بلخوا د ننګرهار سمیه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د موټر بم چاودنې مخه نیولې ده.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن چهارشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي چې تیر ماښام د چپرهار د ټول پلازې سره له چاودېدونکو موادو ډک موټر او چلونکی د پولیسو له خوا ونیول شو.

نوموړي نن چهارشنبه ویلي چې موټر ته د امنیتي قواو له خوا انفجار ورکړل شو.

هغه زیاته کړې:"د دښمن لا اوس هم زړه یخ نه دي او کوښښ کوي چې زمونږ بیګناه ولسونه ووژني."

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG