د لاس رسي وړ اتصالات

وردګو کې د کوچیانو ستونزه روانه ده


وردګو کې د کوچیانو ستونزه روانه ده
وردګو کې د کوچیانو ستونزه روانه ده

په میدان وردګو کی د کوچیانو او سیمییزو اوسیدونکو تر منځ په را ولاړه شوی شخړی کی یو تن پولیس او د دواړو خواوو نه هم څو تنه وژل شوي دي.

په افغان پارلمان کی د دغو سیمو استازی په دی اند دی چی دولت دی د ذیدخلو وزارتونو، مشرانو جرګی او ولسی جرګی د غړو نه جوړ یو پلاوی دی سیمو ته واستوي تر څو د دغو ستونزو د حل لاره ومومي.

د کوچیانو او سیمه ییزو اوسیدونکو تر منځ په څړ ځایونو او ورشوګانو باندې را ولاړه شوې شخړه د وروستیو څو کالو ستره ستونزه بلل شوې چې د دغو قومونو تر منځ د سترو مرګ ژوبلو سبب ګرځیدلی اود دښمنی تربګنی لمن یې خورا ډیره پراخه کړې ده.

دا ستونزه د افغانستان په میدان وردګو، لغمان او ځینو نورو ولایاتو کې د ډیرو ځوانانو د وژنې او ډیرو کورنیو د بې کوره کیدو سبب شوې ده.

دا شخړی هر کال د دوبی په را رسیدو سره زور اخلي ځکه کوچیان په دغه موسم کې خپلو دوبنیو مینو او څړ ځایونو ته ورتګ غواړی خو وایی په سیمه کی میشت قومونه یی ورشو ګانو ته د ورتګ په لار کې خنډ ګرځي.

هر کال په دی را ولاړو شویو شخړو کی دوارو خواوو ته درانه زیانونه هم اوړی

وردګو کې د کوچیانو ستونزه روانه ده
وردګو کې د کوچیانو ستونزه روانه ده

کوچیان وایي دا څړ ځایونه او ورشو ګانی یی په بیه اخیستی او یا هم پخوانيو دولتونو ورته ورکړی دی خو په هر حال یی د مالکیت اسناد په لاس کې لري.

له بلی خوا په سیمه کې میشت هزاره ګان وایي دا سیمې د دوی خپلې دي او کوچیان تورنوي چې ګنې ددوی پر سیمو او ځمکو تیری کوي.

افغان پارلمان په همدی اړه د ملی امنیت مرستیال او خینې نور دولتی چارواکي دې غونډې ته را بللي وو تر څو د دوی په ملتیا دې شخړو ته د حل لار وموندل شي.

د افغان پارلمان ځینې غړي په دې آند دي چې ددې شخړو تر شا د بهرنیو هیوادونو لاس وهنې دي.

د بلې خوا افغان دولت هم په دې سیمو کې د استوګنې ښار ګوټي جوړوي چې په هغه کې کوچیانو ته د استوګنې اجازه نه ورکول کیږي ځکه دې قوم د تاریخ په اوږدو کې د یو ګرځنده او تل په سفر کې وګړو په توګه ژوند تیر کړی دی خو دا مهال د افغان پارلمان غړي له دولت نه غواړي په دې ښار ګوټو کې دې کوچیانوته هم ځای ورکړل شي ځکه دوی غواړی چې اولادونه یی لیک لوست زده کړي او د دوی په وینا چې د تعلیم زده کړه د اوښ تر شا ممکنه نه ده.

د کوچیانو استازو د ولسی جرګی په د یکشنبې په غونډه کې وړاندیز وکړ چې د کرنې وزارت په ګډون دې د اړوندو وزارتونو نه جوړ با صلاحیته پلاوی دغو سیمو ته واستول شي تر څو دغو دوامداره ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي.

ویل شوي ددغو قومونو تر منځ د را ولاړې شوې جګړې د درولو لپاره د پولیسو ځواکونو هم مداخله کړې چې په پایله کې یو تن پولیس او څو ځایي وګړي هم وژل شوي دي.

د ولسي جرګې ځینې غړي په دې پیښې کې د پاکستان لاس شریک بولي او وایي پولیس د طالبانو له خوا وژل شوي دي او طالبان په خپلو کړنو کې د پاکستان ملاتړ له ځانه سره لري. ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎

XS
SM
MD
LG