د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ وايي ښايي د کرنې وزارت ته بل نوماند وټاکي


د ولسمشر ویاند وویل که د کرنې وزرات پر نوماند تور ثابت شي، له نوماندۍ به لېرې کړل شي او وزارت ته به بل کس نوماند کړل شي
د ولسمشر ویاند وویل که د کرنې وزرات پر نوماند تور ثابت شي، له نوماندۍ به لېرې کړل شي او وزارت ته به بل کس نوماند کړل شي

افغان حکومت وايي که د کرنې وزارت پر نوماند وزیر لګول شوی تور ثابت شي، د کاندیداتورۍ له لست څخه به یې نوم وویستل شي او پر ځای به یې بل نوماند معرفي شي شي.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې، د افغانستان د کرنې وزارت ته پر کاندید محمد یعقوب حیدري د هغه تور د سپیناوي په اړه تحقیقات پیل شوي چې وايي نړېوال پولیس د ښاغلی حیدري پسې ګرځي.

ښاغلي سالارزی وویل "عدلي ارګانونه د کرنې وزرات ته د نوماند محمد یعقوب حیدري د حقوقي قضیي په اړه پلټنه پیل کړې ده، که پر هغه لګول شوی تور ثابت شو، نوم به یې د کاندیدانو له لست نه وویستل شي، د افغانستان د قوانینو مطابق به له هغه سره چلند وشي او وزارت ته به بل نوماند معرفي شي".

ښاغلي سالارزي ونه ویل چې دغه پلټنه به کله بشپړيږي او دا چې افغان حکومت به نړیوالو پولیسو ته د ښاغلي حیدري په ورسپارلو کې هم مرسته کوي که نه.

د رېپوټونو له مخې د انټرپول پولیس له څو کلنو راهیسې په ۵۲ کلن کلن محمد یعقوب حیدري پسې ګرځي. پر ښاغلي حیدري تور دی چې د استونیا حکومت ته یې مالیه نده ورکړې، او د مالیې له ورکولو تښتېدلی دی.

ویل کیږي چې د ښاغلي حیدري د مالیې د نه ورکولو قضیه په ۲۰۰۳ کال کې ثبت شوې ده.

د امریکا غږ اشنا راډیو د اوس لپاره و نه توانېدله چې په دې اړه په خپله له ښاغلي حیدري سره خبرې وکړي.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی وايي چې، جمهوري ریاست د کاندیدانو په ټاکلو کې یوازې د هغوی علمي کچې او تجربو ته پاملرنه کړې او ارزولې یې ده او وايي چې د هغوی د حقوقي مسایلو په اړه پلټنه د عدلي ارګانونو کار دی.

د افغانستان د ملي یوالي حکومت د خپل کار له پیل شاوخوا درې میاشتې وروسته، د ۲۵ وزراتونو لپاره نوماندان اعلان کړل، خو هغوی لا ولسي جرګې ته د باور د رایو د اخیستلو لپاره ورغلي نه دي، چې لږ تر لږه پر یو یې د فساد تور پورې شوی دی.

د کابینې پر ډېرو نورو نوماندو وزیرانو یوه نیوکه دا هم کیږي چې، تر ډېره نا پېژندل شوې څېرې نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ ټول نوماند وزیران، د بارو د ایو اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ولاړ شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG