د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ١١ افغان سرتیري د طالبانو په حمله کې وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د فراه ولایتي مقاماتو د شنبې په ورځ (جولای ١۴) وویل چې د بالابولک په ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د افغان سرتیرو پر یوې پوستې برید کړی او د ملي پوځ ١١ سرتیري یې وژلي دي.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري ویلي دي چې دغه برید د بالابولک ولسوالۍ په "دهزک" سیمه کې شوی او جگړې څو ساعته دوام کړی دی. د هغه په وینا په برید کې ١١ سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی مهري وایي د مرستندویه قواو او هوایي مرستې په رسیدو سره په جگړه کې ٩ یاغیان وژل شوي او ١٣ نور یې ټپیان شوي دي.

ښاغلی مهري وایي زیات شمیر طالبانو د جمعې په شپه پدې امنیتي پوستې برید وکړ او د شنبې تر سهاره جگړه روانه وه.

طالبانو ادعا کړې ده چې په جگړه کې یې ١٥ افغان سرتیري وژلي دي او د وسلو زیرمې یې هم لاس ته ورغلي دي.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وایي چې پدې اړه د ملي پوځ مقاماتو ورته د معلوماتو له ورکو ډډه کړې ده.

د تیر اونۍ د پنجشنبې په ورځ هم طالبانو د فراه ښار په پنځمې ناحیې ډله ییز برید کړی و څلور پولیس یې وژلي وو او شپږ تنه یې ټپیان کړي وو.

بل لور ته د هلمند په ولایت کې یو ځانمرگي بریدگر د پوځ او پولیسو په یوه گډه پوسته باندې حمله کړې ده چې ددې ولایت د والي د ویاند عمر ځواک په وینا یو پولیس په کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG