د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د امنیت شورا په پلاوي ټينګار کړی چې پر پاکستان فشار زیات کړي


افغان حکومت او د امنیت شورا پلاوي د تروریستي ډلو د پناه‌ځایونو په له منځه وړلو هم خبرې کړې دي.
افغان حکومت او د امنیت شورا پلاوي د تروریستي ډلو د پناه‌ځایونو په له منځه وړلو هم خبرې کړې دي.

د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ترمنځ د لیدنې پر مهال پر سیمه‌ییزو همکاریو او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره په پاکستان باندې د 'فشار پر زیاتولو' ټینګار شوی.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر او د امنیت شورا رئیس کیرات عمروف په مشرۍ د امنیت شورا پنځلس کسیزه پلاوی، د افغانستان د عمومي وضعیت د ارزولو لپاره د شنبې په ورځ پلازمینې کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې د افغانستان او سیمې په کچه په مختلفو مسلو بحث او خبرې وکړې.​

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې کابل ته ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د سفر پر مهال، افغان ولسمشر محمداشرف غني د امنیت شورا له غړو سره، له افغانستان څخه بهر د داعش په ګډون د نورو تروریستي ډلو د فعالیتونو، روزنې او تمویل په اړه شواهد شریک کړي دي.

د ارګ په بیان کې راغلي "په دې کتنه کې په سیمه ییزه همکاریو بحث وشو او څرګنده شوه چې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په خاطر دې پر پاکستان فشارونه زیات شي او په عین حال کې دې د مذاکراتو لپاره ګډ اقدامات وشي".

د ارګ د بیان پر بنسټ ولسمشر غني په دې لیدنه کې، د سولې پر بین الافغاني مذاکراتو او له پاکستان سره د دولتونو په کچه د سولې په خبرو هم ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره د خبرو په نتیجه کې دا څرګنده شوه، چې د دغې شورا په کچه له افغانستان څخه د ملاتړ اجماع موجوده ده.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو او افغان حکومت د بشري مرستو د غوښتنې په تړاو جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال، د افغان حکومت او د امنیت شورا د پلاوي ترمنځ د لیدنې په اړه په تفصیل خبرې وکړې او وې ویل "د پناه‌ځایونو مسله او هغه ډلې چې په جګړه کې دي زموږ د غوښتونو په سر کې ځای درلود او هغوی هم ژمنه وکړه، چې د افغانستان مسلې ته به په دوامداره توګه پاملرنه کوي".

اجرائيه رئیس زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي د افغانستان د ملي شورا له یو شمیر غړو، د ښځو استازو، مدني ټولنې او د افغان حکومت د کابینې له ځینو غړو سره هم لیدنې وکړې.

له ۲۰۱۰ کال څخه وروسته دا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي لومړی سفر دی، چې د افغان حکومت په بلنه یې له کابل څخه لیدنه وکړه او د دوشنبې په ورځ بیرته نیویارک ته ستون شو.

XS
SM
MD
LG