د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ـ ممبۍ ترمنځ هوایي دهلیز پرانیستل شو


د کابل - ممبۍ د هوایي دهلیز په لومړي پرواز کې به ۴۰ټنه سوداګریز توکي هند ته ولیږدول شي
د کابل - ممبۍ د هوایي دهلیز په لومړي پرواز کې به ۴۰ټنه سوداګریز توکي هند ته ولیږدول شي

د افغانستان او هند ترمنځ د د سوداګریزو توکو د صادرولو دویم هوایي دهلیز د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل له خصوصي سکتور څخه ملاتړ د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې دی او د هند او افغانستان ترمنځ هوایي دهلیز د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره یو ښه ګام دی.

هغه وویل "هوایي دهلیزونه له هر څه مهمه دي چې نن یې د افغانستان او هندوستا ترمنځ شاهدان یو په دې پالیسۍ کې مهم ټکی د افغانستان صادرات دي دا چې موږ وکولای شو خپل محصولات او خپل داخلي تولیدات د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته ورسوو چې په دې اړه د خصوصي سکتور ملاتړ د ټولو برنامو په لومړیتوب کې دی".

دا په داسې حال کې ده چې د هند او افغانستان ترمنځ لومړنی هوایي دهلیز د روان کال په لومړیو میاشتو کې جوړ شوی وه او په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۶۰۰ ټڼه تازه او وچه میوه هند ته لیږدول شوې ده.

د صنایعو او سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل په دې مسیر کې د سوداګرۍ ارزښت ۲۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي او هیله یې وښوده تر څو په راتلونکې کې د قزاقستان، دوبۍ ، عربستان او نور د منځنۍ اسیا هیوادونو او آن روسیې ته هم د دا ډول دهلیزونو د جوړولو هڅې نتیجه ولري.

ښاغلي الکوزي وویل د کابل او ممبۍ د هوایي دهلیز په لومړي پرواز کې به څلویښت ټنه سوداګریز توکي ولیږدول شي.

د افغانستان د سواګرۍ او صنایعو خونې دغه چارواکي پر وینا، سږکال بهرنیو هیوادونو ته د تازه میوو د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

هغه وویل "خوشبختانه د دولت د توجه له امله موږ په تیرو اتو میاشتو کې ۲۱۸ زره ټڼه تازه میوه صادر کړې ده چې دا د افغانستان په تاریخ کې ځای نه لري موږ تیر کال ټول کال ۱۴۵ زره ټنه تازه میوه صادر کړې وه خو سږ کال مو د دولت د توجه په اساس باندې هم همسایه ګانو ته، دوبۍ ته او منځنۍ اسیا هیوادونو ته تازه میوه صادر کړو".

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمیرو له مخې هند ته د کابل او کندهار له هوایي دهلیزونو څخه په تیرو شپږ میاشتو کې ۵۶ پروازونه شوي چې ۵۰ له کابله او ۶ نور له کندهار ولایت څخه ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG