د لاس رسي وړ اتصالات

ملا لنډی او په فاریاب کې ناموسي قتلونه


د افغانستان په فاریاب ولایت کې پدې وروستیو کې ناموسي قتلونه زیات شوي دي او ددې ولایت مقامات گمان کوي چې د قتلونو دغه زیاتوالی ښایي د ملا رسول لنډي د قضیې د بربنډیدو سره تړاو ولري.

رسول لنډی یا ملا لنډی هغه سړی دی چې د کلونو راهیسې یې په فاریاب کې ادعا کوله چې د بې اولاده ښځو درملنه کوي چې بچي وزیږوي، هغه به لومړی تعویذ ورکاوه او چې تعویذ به کار ونکړ بیا به یې ورسره جنسي مقاربت/ زنا وکړه.

د فاریاب د ښځو د چارو د ریاست د شمیرو له مخې په تیرو دریو میاشتو کې پدې ولایت کې نهه ناموسي قتلونه شوي دي. پداسې حال کې چې تیر کال په همدې موده کې څلور ناموسي قتلونه شوي وو.

د فاریاب والي نقیب الله فایق د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې پدې وروستیو کې پدې ولایت کې په ځانگړې توگه هغه ځای ته نژدې چې ملا لنډی په کې اوسیده ناموسي قتلونه زیات شوي او د هغه په وینا پدې کې شک نشته چې دغه قتلونه دې د ملا لنډي د قضیې د بربنډیدو سره ارتباط ولري.

د فاریاب د ښځو د چارو رئیسه شریفه عظیمي هم نیویارک ټایمز سره په خبرو کې په ناموسي قتلونو اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ښایي هغه ښځې چې ملا لنډي ته د علاج لپاره ورغلي د ناموسي قتلونو قرباني شي.

د فاریاب ولایت مقامات وایي رسول لنډی ملا نه و بلکه د باج اخیستلو د یوې ډلې مشري یې کوله چې ښځې په ځانگړې توگه بې اولاده ښځې یې په نښه کولې. د فاریاب په ولایت کې څارنوال فرید غوري نیویارک ټایمز ته ویلي چې ملا لنډي د ښځو سره د خپل جنسي مقاربت ویدیوگانې په پټه ثبت کولې او بیا د دغو ویدیوگانو نه په استفادې یې له ښځو نه باج اخیسته او هر څومره پیسې او گاڼې یې چې لرلې هغه یې ترې اخیستلې.

د ملا لنډي تاریخچه

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د فاریاب د ولایتي شورا د مرستیال صبغت الله سیلاب له خولې لیکلي دي ملا لنډی چې اوس شاوخوا ۴٠ کلن دی کله چې تنکی ځوان و یو محلي قوماندان ته چې په اصطلاح "بچه باز" و، نڅا کوله. وروسته ملا لنډي زیارت فال لیدل او تعویذ لیکل پيل کړل.

رسول لنډي د څو نورو ښځو په مرسته چې یوه یې په فاریاب کې پولیسه وه د ښځو په منځ کې تبلیغ کاوه چې هغه گواکې د بې اولادۍ درمانوونکی دی.

د فاریاب والي ښاغلي فایق د هغو کسانو د اعترافونو په بنسټ چې د ملا لنډي د قضیې په تړاو نیول شوي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې "هغه یوه ډله گمارلې وه چې ورته تبلیغ وکړي. لومړی یې تعویذ ورکاوه او له هغوی (ښځینه مشتریانو) نه یې غوښتل چې په بله کتنه کې له ځان سره یو چرگ راوړي او په وروستۍ کتنه کې پسه. کله چې د ښځو ستونزه نه حل کیده ویل به یې چې یوه بله لاره شته، او بیا به هغه کار کاوه".

د ملا لنډي رسوا کیدل

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال نیویارک ټایمز ته ویلي چې ملا لندی هغه وخت رسوا شو چې یو ځواکمن محلي سړي د هغه د کارونو نه خبر شو او د دوو وسله والو ساتونکو سره د هغه کور ته ولاړ او د هغه تیلیفون او ویدیوگانې یې ضبط کړې.

ښاغلي سیلاب ویلي "هغوی له هغه (ملا لندي) نه وغوښتل چې هره میاشت ورته ۲۵۰۰ ډالر ورکړي. رسول لنډي لومړی ۷۰۰ ډالر ورکړل او بیا یې ونشو کړای چې پیسې ورکړي. بیا نو هغوی د ویدیوگانو په خپرولو پیل وکړ.

ددغو ویدیوگانو له خپریدو وروسته په وروستیو میاشتو کې ملا لنډی د څه وخت لپاره ترکیې ته وتښتید. څو میاشتې وروسته بیرته افغانستان راغی او د دولت د یو پلوي محلي قوماندان عبدالعظیم جمشیدي سره یې وسله واخیستله.

ښاغلي جمشیدي نیویارک ټایمز ته ویلي چې تیره میاشت د افغانستان د ملي امنیت ریاست د هغه سره تماس ونیو او هغه ته یې خبر ورکړ چې د استخباراتو کارکوونکي د ملا لنډي د نیولو په لټه کې دي. هغه وایي ښایي ملا لنډي دغه تیلیفوني خبرې اوریدلي وي ځکه چې هغه هماغه ورځ بې درکه شو او تر اوسه یې درک نشته.

د فاریاب د والي په وینا ملا لنډي اوس گیره ښریلې او تیره اونۍ د مزارشریف په ښار کې په بدله څیره لیدل شوی دی او ښایي کابل ته تللی وي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ملا لنډي د ویدیگانو خپریدلو جدي غبرگونونه رامنځ ته کړي او یو شمیر دیني عالمانو او د ټولنیزو شبکو کارونکو د هغه د نیولو غوښتنه کړې ده او د جرم د اثبات په صورت کې یې په عام محضر کې د هغه اعدام کیدل غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG