د لاس رسي وړ اتصالات

د هندي سینما افغان الاصله ستوری قادر خان وفات شو


د هندی فلمونو یو مشهور ستوری قادر خان د ٨١ کلونو په عمر د نړۍ نه سترگې پټي کړیدي. قادر خان د هندي سنیما یو د وتلو هغه اداکارانو نه دی چې افغانستان یې مورنې هیواد دی.

قادر خان د خپل زوی سره په کانډا کې ژوند کاوه او د څو ورځو راهیسې یې حالت جدي و.

قادر خان په کال ١٩٣٧ کې په کابل کې زیږدلی و خو د هند ممبۍ ښار ته یې کډه کړي وه او خپل ټول ژوند یې په ممبۍ کې تیر کړ. د ژوند په اخیري ورځو کې د صحت د خرابیدو له کبله د خپل زوی کره کانډا ته لاړو او هلته یې ساه ورکړ.

قادر خان په پښتو ژبه خبرې هم کولی شوی او د افغانستان د یو شخصي ټلویژن سره یې په پښتو ژبه کې مرکه مشهوره شوي وه.

قادر خان په خپل ژوند کې په ۴٠٠ فلمونو کې اداکاري کړي وه او نهه ځله ورته د ښه اداکارۍ لپاره جایزې ورکړل شوي وی.

قادر خان نه یواځې په فلمونو کې اداکاري کوله خو د شاوخوا ٢٥٩ فلمونو کیسې یې هم لیکلې وې.

د هغه د مینه والو په وینا نن هندي سنیما د یو مهم غړي نه محرومه شوه او دا چې د هغه ځاې بل څوک نشي نیولی.

XS
SM
MD
LG