د لاس رسي وړ اتصالات

د اوسکار د جایزې لپاره کاندید افغان ځوانان لاس انجلیس ښار ته ورسیدل


دوه تنه افغان ځوانان چې د بزکشۍ په هکله د امریکې د هالیووډ په یوه فلم کې یې کار کړی دی، او د اسکار د معتبرې جایزې لپاره نومول شوی دي، د پنجشنبې په ورځ دامریکې د لاس انجلیس ښار ته ورسیدل چې د اوسکار د جایزې لپاره په دایریدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

دغه دواړه ځوانان به د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلیس په ټینسل نومي ښارګوټي کې د اسکار د معتبرې جاېزې په پنځه اتیاوم کلني مراسمو کې برخه واخلي.
یادشوي افغان هنرمندان فواد محمد او جوانمرد پاییز نومېږي چې د فلم د ډارېکټر سام فرېنچ په بلنه امریکا ته راغلي دي.
XS
SM
MD
LG