د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر وکیلانو میر رحمن رحماني د ریاست له څوکۍ ښکته کړ


په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه میر رحمن رحماني نن یکشنبه (مۍ۱۹) د ولسي جرګې د نوي رئیس په توګه دنده پیل کړې وای، خو د جرګې ځینو غړو یې مخالفت وکړ او اجازه یې ورنه کړه چې د ریاست پر څوکۍ کېني.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین امریکا غږ ته وویل چې د جرګې په تالار کې جنجال تر فزیکي شخړې هم ورسېد. دا درېیمه ورځ ده چې د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر په پارلمان کې جنجال روان دی.

ښاغلي کمین زیاته کړه چې له پرون راهیسې د یادې ستونزې د هواري په هدف درې کمېسیونونه ټاکل شوي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

هغه وویل "په پارلمان کې کې ځینې ګروپونه دي چې په لوی لاس دې ډول مسایلو ته لمن ووهي."

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیو کې د مېرمنو په ګډون یو شمېر استازي لیدل کېږي چې د ریاست څوکۍ یې محاصره کړې او د موقت رئیس او د بیا ټاکنو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې یوې بلې غړې حبیبه دانش بیا امریکا غږ ته وویل چې یو پلاوی ټاکل شوی تر څو د تېرې ورځې د ټاکنو رایې بیا له سره وشمېري او وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

تېره ورځ د ولسي جرګې د ریاست لپاره د میر رحمن رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ ټاکنې تر وشوې.

د ولسي جرګې نصاب تېره ورځ " ۲۴۷" تنه و چې د جرګې د موقت رئیس لخوا د ۵۰+۱ د پوره کولو لپاره بریالي کاندید "باید ۱۲۴" رایې تر لاسه کړي وای.

خو مېر رحمن رحماني د یو شمير وکیلانو په وینا " ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې وګټلې" د دوی په وینا یو هم ګټونکی نه دی، خو د جرګې موقت مشر ښاغلی رحماني د ولسي جرګې د مشر په توګه اعلان کړ. ۵۶ رایې باطلې او ۱۳ یې سپینې رایې وې.

پر همدې مهال د ولسي جرګې یوې بلې غړې شګوفې نورزۍ هم امریکا غږ ته وویل، چې رحماني د ۵۰+۱ رایو په نه پوره کولو سره د ولسي جرګې د داخلي اصولو خلاف د موقت رئیس عطا محمد دهقان لخوا د رئیس په توګه اعلان شو.

خو د ولسي جرګې یوه بل غړي فاروق مجروح بیا امریکا غږ ته وویل، چې رحماني پرون شنبه د اکثریت رایو په تر لاسه کولو سره د ولسي جرګې د داخلي اصولو له‌مخې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې بل ځل به ټاکنې تر سره شي او که به میر رحمن رحماني د نوي رئیس په توګه دندې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG