د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې غړو له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې


د ولسي جرګې غړو له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې
د ولسي جرګې غړو له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې

تیره ورځ د ولسي جرګې یو شمیر غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا سره وکتل.

د ولسي جرګې غړو ښاغلي دي میستورا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نوم هغه لیک سپارلی چې پکې له نړیوالې ټولنې نه د اساسي قانون مطابق د ملک د ولسي جرګې د ملاتړ غوښتنه شوې.

جمهور رییس کرزي د روان کال د جنورۍ په ۲۶مه د برحال پارلمان لومړۍ غونډه پرانیستله.

په افغانستان کې د ۲۰۱۰م کال د سپتمبر په ۱۸مه پارلماني انتخابات وشول. داسې تور دی چې په دغو انتخاباتو کې په پراخه پیماني ټګي برګي شوې ده.

له همدې آمله یوې ځانګړې محکمې ته دنده وسپارل شوه چې دغه تورونه وڅیړي. ځانګړې محکمې تیره اونۍ حکم وکړ چې د ولسي جرګې د ۶۲ برحال کیلانو صلاحیت دې ورڅخه واخیستل شي.

دي میستورا د پارلمان غړو ته ویلي د افغانستان دیموکراتیک نهادونه باید د هیواد د قانون په رڼا کې دا انتخاباتي ستونزه حل کړي.

XS
SM
MD
LG