د لاس رسي وړ اتصالات

دا ځل ډیر ځوانان پارلماني ټاکنو ته ولاړ دي


دا ځل د ولسي جرګې په ټاکنو کې یو زیات شمېر ځوانو کاندیدانو برخه اخېستې چې عمرونه یې د پنځه ویشتو نه تر دېرشو کلونو پورې دي، د ځوانو کاندیدانو په منځ کې یو هم زراب شاه زهیر دی چې د کوچیانو په استازیتوب غواړي ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

دی وايي: " زما د کاندیدېدو اصلي هدف دا دی ترڅو د پارلمان د یوه استازي په توګه کوچیانو ته په مختلفو ټولنیزو، علمي او اقتصادي برخو کې خدمت وکړم.

زه په خپله یو ځوان یم او دا ښه درک کوم چې د کوچي ځوانانو ستونزې څه دي؟

په همدې خاطر زما د کمپاین ډېره برخه له ځوانو کوچیانو سره تېریږي، له دوی سره کښینم، ترې اورم او که پارلمان ته بریالی شم او که نه ولې د هغوی د ستونزو په اواري کې به ورسره منډې کوم، زما ټاکنیزي مبارزې له نورو نوماندو سره توپیر لري، زه د کوچیانو خیمو او کیږدیو ته ورځم که دا په سوزنده ډاګونو کې وي او یا که په ښارونو کې میشت شوي وي.

هیڅ ډول امنیتي ملحوظات په نظر کې نه نیسم ځکه د خلکو اعتماد زما امنیتي ډاډ دی، زه په پیسو رایې نه اخلم او نه هم زورور یم، زه د یوه سوله ایز او پاک کمپاین غوښتونکی یم چېرې چې خلک په پروسه اعتماد وکړي، په رشوت، زور او تېرویستلو د دوی رایې وانخستل شي."

زراب شاه زهیر همدارنگه وايي: " زه غواړم د کوچیانو له حقوقو پالنه وکړم، په پارلمان کې د دوی اواز اوچت کړم هغه ظلمونه چې په دوی کیږي د هغه مخه ونیسم یا یې بربنډ کړم.

کوچیان په روغتیايي برخو کې ستونزې لري، حکومت د سیارو کلینیکونو جوړولو ته هڅوم، که څه هم پارلمان تقنیني ځای دی ولې د خلکو استازې کولای شي وخت په وخت د خپلو خلکو مشکلات د حکومت له لارې حل کړي."

په ټوله کې کوچیان دا مهال له څو سترو ستونزو سره مخ دي، ډېرې د میشت کېدو ژوند ته لیواله دي او د کوچیتوب ژوند سخت بولي، ځینو کوچیانو راته وویل هزاره جات ته تللی نه شي او له کومې ورځې چې له ایلبندونو منعه شوي د دوی ژوند پېچلی شوی او د څارویو په شمېر کې یې هم زیات کموالی راغلی.

دوی وايي اوس د رمو د څرولو لپاره څړځایونه نه لري او هر کال په څارویو کې تاوان کوي.

انځر ګل کوچی: "مونږ ته لږ لږ ځای راکړي، هزاره جات دی وطن دی هغه ازاد شي، سل دوه سوه مېږې کابل ته راجګې کړې ننګرهار ته پنځوس بېرته ښکته کړي، چټي تاوان دی بې فایدې کار دی."

خو ډېری کوچیان بیا د ټاکنو په پروسه کې د ونډې اخېستو له دود خوښ وو دوی ویل په نورو ټاکنو کې یې هم برخه اخیستې او اوس به یې هم واخلي او دا له دوی سره مرسته کوي ترڅو د خپلې خوښې استازي وټاکي، دوی ویل چې له هر کاندید په ټاکنیزو مبارزو کې له هغوی غواړي چې د دوی ځوان نسل ته خدمت وشي د هغوی لپاره د تعلیم او تحصیل زمېنې برابرې شي او دا ډول د سیارو ښوونځیو په جوړولو کې پر حکومت فشار واچول شي.

یو زیات شمېر کوچي ځوانان د تعلیم له نعمت بې برخې دي زمېنې ندي ورته برابرې شوي.

میرویس کوچی، زده کوونکی: "مکتب خو چې ژمی هلته لاړ شو، کوز جلال اباد ته هلته یې وایو، بېرته پسرلی چې پدې لاره راځو بیا رانه پاتې وي، بیا چې اووړ دلته راشو دلته ورشو، وايي تا غېر حاضري کړی نوم دی ختم دی."

خو کاندید زراب شاه زهیر بیا وايي دده د نوماندۍ یو هدف دا هم دی ترڅو د ځوانو کوچیانو د تعلیم او تحصیل لپاره زیاته پاملرنه وکړي هغه وايي دا د ځوانو کوچیانو یوه ستره ستونزه ده او باید اواره کړای شي.

زراب شاه زهیر: "اول خو د کوچیانو لپاره باید سیار ښوونځي جوړ شي، حکومت باید دا کار وکړي، کوچیان ددې هیواد د وګړو په توګه د نورو په څېر مساوي حقوق لري، که پارلمان ته لاړ پدې برخه کې به زیاتې هڅې وکړم.

بله دا چې تحصیلي بورسونه ورته برابر شي ولې حکومت دا کار نه کوي، یا په دی برخه کې بې غوري شوې او باید پوښتنه وشي.

ځېنې وخت لا دا هم ویل کیږي چې د کوچیانو تحصیلي بورسونه په نورو ویشل کیږي."

یوه کوچي ځوان بیا ویل دوی په ټاکنو کې د هغو کاندیدانو نه ملاتړ کوي چې هغوی ځوانان وي او د دوی په ستونزو پوهېږي.

دا ځوان وايي پخوانیو څه ندي کړي او وار اوس د ځوانانو دی.

زراب شاه زهیر تر کاندیدیدو وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند وو، په افغانستان کې د کرکټ د لوبې له مؤسسینو بلل کیږي او د لوبو او ځوانانو لپاره په مختلفو برخو کې کار کړی دا مهال د ځوانانو لپاره د لوبې په نوم مجله هم لري.

دا چې څومره ځوان کوچیان به ترې ملاتړ وکړي او یا دې به پارلمان ته بریالی کړي او که نه د ټاکنو ورځ به یې په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG