د افغانستان جمهور رېس حامد کرزي نن دسولې دجرگې لومړئ غونډه پرانېستله. دغه شورا طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره د روغې جوړی دخبرو دشروع کولو او دافغانستان دلس کلن جنگ دختمولو په منظور جوړه شوی ده.
دسولې شورا چه اویا کسه غړي لري نن یې خپله لومړئ غونډه په داسی حال کی وکړه چه دامرېکا تر مشرئ لاندې دافغانستان دجنگ دشروع کېدلو نهمه کلېزه ده .
په نوموړې شورا کی دطالبانو ېو شمېر پخواني غړي، دوه پخواني جمهور رېسان، او سېاسی او مذهبی مشران په کې برخه لری .
جمهور رېس کرزي په خپله افتتاحی وېنا کی په طالبانو غږ وکړ چه دموقع نه په استفاده دې د سولې په بهېر کې شامل شی. حکومت دطالبانو نه غواړی چه د تشدد نه دې لاس واخلی او داساس قانون احترام دې وکړی.
خو د ښاغلي کرزي ددغو څرگندونو په مقابل کې طالبان واېې ترڅو چه خارجی عسکر دافغانستان نه ونه وځی ترهغې پوری به دسولې خبرو ته غاړه کې نه ږدی.
طالبانو دافغانستان د جنگ د لسمې کلیزې په مناسبت نن ېو مطبوعاتی بېانېه خپره کړی ده او دعوا وکړه چه طالبان د هېواد په زېاترو برخو باندی کنترول لری. طالبانو په افغانستان کی دناتو دقواو درندو تلفاتو ته په اشاره ووېل چه امرېکا او ملگری ېې باېد نور دافغانستان نه ووځی.
دالمان ددفاع وزارت واېې چه دبغلان په ولاېت کې نن ېو عسکر په ېوه ځان وژونکی حمله مړ او شپږ تنه عسکر ېې زخمی شوی دي.
واشنگټن پوست دسه شنبی په ورځ راپور ورکړی ؤ چه ددواړو خواو په من ځکی دسولې خبری شروع شوی دي. دافغانستان دجنگ دشروع کېدلو نه تراوسه پوری سږنې کال دخارجی قواو لپاره دتلفاتو په حساب ېو مرگانی کال ؤ. ناتو ووېل چه ېو عسکر ېې نن په جنوب کې د طالبانو په ېوه حمله کې وژل شوی دی.
په عېن وخت کې ناتو نن اعلان وکړ چه دطالبانو ېو غټ قوماندان ، چه په پولېسو باندی ېې دحملو پلانونه جوړول وژلی دی. دناتو ېوه اعلامېه واېې چه متحدېنو مولوی جواد اله دتخار په ولاېت کی دخپلو اتو تنو ملگرو سره ېوځای په ېوه هواېې حمله کی وواژه.
ناتو ووېل چه مولوی جواد اله په سېمه کی دسړک په غاړه دبمونو د اښوولو او په پولېسو باندی دحملو مسوولېت په غاړه درلوده.