د لاس رسي وړ اتصالات

'د اسیا زړه کنفرانس افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره اوربند مهم بللی'


د اسیا زړه ـ استانبول پروسې کنفرانس پرون پای ته ورسېد
د اسیا زړه ـ استانبول پروسې کنفرانس پرون پای ته ورسېد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدو لپاره د تاوتریخوالي کمول او د اوربند ټينګېدل مهم بللي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یاد کنفرانس ګډونوالو د القاعده او نورو وسله والو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د دوام په اړه اندېښنه هم څرګند کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یاد کنفرانس کډونوالو افغان جګړه نامشروع او د نه منلو وړ وبلل.

نن چهارشنبه مارچ۳۱ (وري ۱۱) د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "کنفرانس په افغانستان کې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو لخوا پر ملکي وګړو، مدني فعالانو، خبریالانو، د بشري حقونو پر مدافعینو، د رسنیو پر کار کوونکو هدفي بریدونه محکوم کړل."

په اعلامیه کې ویل شوي چې د کنفرانس ګډونوالو د نړیوال تروریزم پر ضد د افغان ځواکونو قرباني ستایلې ده.

د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس د مخدره موادو، کښت، قاچاق، تولید او غیر قانوني سوداګري د سیمې د اقتصادي، ټولنیز او امنیتي ثبات لپاره ګواښ بللی او د نړیوالو تړونونو له مخې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو او ملاتړ کوونکو هیوادونو استازو، د سولې او ثبات ټینګېدو په هدف د افغان سولې بهیر کې د ملګرو ملتونو پر محوري رول باندې په ټینګار سره د یاد سازمان د فعال حضور هر کلی کړی دی.

د اسیازړه ـ استانبولې پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس د تاجکستان او افغانستان د ولسمشرانو او د ۱۳ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د تیرې دوشنبې په ورځ پرانیستل شو او پرون مازدیګر پای ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG