د لاس رسي وړ اتصالات

د تاجکستان ولسمشر: راځئ له افغانستان سره بې غرضه مرسته وکړو


امام علي رحمان وویل چې افغان کړکېچ پوځي حل لاره نلري
امام علي رحمان وویل چې افغان کړکېچ پوځي حل لاره نلري

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګېدو غوښتونکی دی.

ښاغلي رحمان نن سې شنبه مارچ ۳۰ (وري ۱۰) د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د اسیا زړه ـ استانبول نهم کنفرانس کې وویل چې له افغانستان سره همکاري یې د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه ده.

د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشاره وویل چې یاده ستونزه پوځي حل لاره نلري او په وینا یې د افغانستان د اوسنیو مشکلاتو د اساسي هواري لار په دپلوماسي، سیاست او د دغه هیواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې ده.

نوموړي زیاته کړه: "تاجکستان په دغه هیواد (افغانستان) کې د امنیت او سولې او ثبات ټینګېدو په هدف د سولې د بین الافغاني خبرو په اړه د افغان حکومت له دریځ نه ملاتړ کوي. موږ هیله لرو چې په دغه مذاکراتو کې د ټولو خلکو ګټې په نظر کې ونیول شي.نړیواله ټولنه او مرسته کوونکي هیوادونه باید له ځپل شوي افغانستان څخه خپل مرسته ونه سپموي."

هغه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګېدو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ او له نورو هیوادونو څخه یې هم وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د اسیا زړه ـ استانبول د پروسې د بهرنیو چارو زویرانو نهم کنفرانس تیره ورځ پيل او نن یې وروستۍ ورځ ده.

امام علي رحمان یاد کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدو لپاره مهم وباله.

هغه زیاته کړه: "د کنفرانس له ټولو ګډون کوونکو هیوادونو، مرسته کوونکو بنسټونو، سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو څخه غواړم چې د افغانستان د شریفو خلکو سره مرسته وکړو، بې غرضه مرسته وکړو، ترڅو د یو او بل پوه کولو لارې د ټینګښت، کار پيدا کولو او د دغه وطن د ودې په برخه کې لار ورته لنډه او اسانه شي."

د تاجکستان ولسمشر د سولې ترڅنګ په اقتصادي برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ډډا ورکړ.

هغه تمه وښودله چې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې کنفرانس د غړو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ لامل شي.

XS
SM
MD
LG