د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلیږي


د اسیا زړه کنفرانس پنځمه کلنۍ غونډه په اسلام اباد کې وشوه
د اسیا زړه کنفرانس پنځمه کلنۍ غونډه په اسلام اباد کې وشوه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وایي چې د اسیا د زړه په ننۍ غونډه کې دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څلور اړخیزې خبرې وشوې چې د هغه په وینا سوله او بیاپخلاینه یې عمده ټکي وه.

ښاغلي رباني وویل "د سیمې ټولو هیوادونو په ځانگړې توگه زمونږ متحدینو او په دې مشخصه موضوع کې امریکا او چین او البته پاکستان خپله علاقه څرگنده کړه چې د افغانستان سره به د سولې او بیاپخلاینې په بهیر کې په گډه کار وکړي".

هغه وویل ډیره زیاته هیله لري چې دغه هڅې به د سولی لپاره نتیجه ورکړي او زیاته یې کړه چې "مونږ به یو لړ مثبت حرکتونه په راتلونکی اونۍ کې ووینو".

ښاغلی رباني وویل کیدای شي چې دا یو څه وخت ونیسي خو هیله لري چې د سولې خبرې ژر تر ژره پیل شي.

پاکستاني چارواکو هم ویلي دي چې کیدای شي په راتلونکی اونۍ کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

یو پاکستاني چارواکي د امریکا غږ ته د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي چې " کیدای شۍ د سولې د خبرو داسې یو پړاو چې په نړیواله کچه تضمین شوې وي او پرې نظارت ولري په راتلونکی اونۍ کې پیل شي".

پاکستانیو چارواکو دا هم ویلي چې پاکستان د سولې په ټولو خبرو کې د نړیوالې ټولنې شتون ځکه غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بی باورۍ او بدگمانۍ اوږد تاریخ موجود دی.

دغه پرمختیا په اسلام آباد کې د اسیا زړه کنفرانس په ترڅ کې د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څلور اړخیزو غونډو په نتیجه کې رامنځ ته شوی چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لوړپوړي امریکایي او چینایي چارواکي په کې دخیل وو.

دغو چارواکو د امریکا غږ ته ویلي چې پاکستان په دې خبرو کې پر افغان طالبانو باندې خپل "نفوذ او محدویتونه" دواړه په ډاگه کړل او ټولو گډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې پاکستان به " هر هغه څه ترسره کړي چې په وس یې پوره وي تر څو لږ تر لږه هغوی د خبرو میز ته راوړي چې پرې نفوذ لري".

XS
SM
MD
LG