د لاس رسي وړ اتصالات

قطر کې د امریکايي او طالب استازو خبرې نن جمعه هم دوام لري


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر چارواکي وايي، ټاکل شوې نن د جمعې تر لمانځه وروسته د دغه ډلې او امریکايي استازو ترمنځ د نهم پړاو خبرې بېرته پیل شي.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو خبرې پرون پنجشنبه د«اګست پر۲۲مه»پیل شوې چې د طالبانو د ویاند په وینا د شپې تر ۱۱ بجو یې دوام وکړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن جمعه د«اګست پر۲۳مه» په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین ته ویلي، د دواړو خواو خبرې به د جمعې تر لمانځه وروسته پيل شي چې د شپې تر ناوخته به دوام ولري.

سهیل شاهین ویلي:"اوس مذاکرات روان دي، دواړه خواوې غواړي د سوله ییزې لارې د افغانستان مسئله حل کړي."

خو د طالبانو یو بل ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټوېټر لیکلي چې مذاکراتو کې د جمعې ورځې له امله رخصتي راغلې، خو له ماښام وروسته به پیل شي، چې د شپې تر ناوخته به دوام ولري.

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو تر پیلېدو مخکې ویلي و، هڅه به وکړي چې له طالبانو سره وروستۍ موضوعات نهايي کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین د سپټمبر د ۱۱ پېښې په اړه له «سي بي اس» ټلوېزیون شبکې سره د خپلې مرکې په اړه ویلي، چې دغه ټلوېزیون یې خبرې غلطې خپرې کړې دي.

د طالبانو ویاند همداشان د داعش ډلې د ګواښونو په اړه چې په دې وروستو کې اندېښنې راولاړې کړي په اړه یې د امریکا غږ خبریال ته ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغانانو ترمنځ د یو افغان شموله نظام تر رامنځته کېدو وروسته دغه مسئله خپله هواره شي.

هغه ویلي:"داعش په افغانستان کې یوه بهرنۍ پدیده ده،په ولس کې جرړه نه لري،د اشغال تر خاتمې وروسته، کله چې افغانان پخپله په یو افغان شموله اسلامي نظام باندې توافق وکړي،زه فکر کوم دغه مسئله پخپله باندې حل کېږي."

دا په افغانستان کې د امریکا د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو نهم پړاو دی.

د طالبانو یو ویاند تېره ویلي دي چې په دغو خبرو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال سکات میلر هم ګډون لري.

XS
SM
MD
LG