د لاس رسي وړ اتصالات

بین الافغاني مذاکرات؛ تماس ډلو پر اختلافي مسائلو بحثونه کړي


په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه پرانیستل شول.
په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه پرانیستل شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو تماس ډلو غونډه کړې ده.

د افغان حکومت د مذاکراتي ټېم غړي او ویاند نادر نادري تیره شپه سپټمبر۲۷ (تلې شپږمه) ویلي دغه ناسته چې تیره شپه شوې دواړو لورو پکې د اختلافي مسائلو د هواري په اړه بحثونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې بحثونه به دوام ولري.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې په یاده ناسته کې بیا هم د کاري اصولو د طرالعمل اړوند موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.

هغه زیاته کړې چې د کاري اصولو او طرزالعملونو په اړه د توافق تر لاسه کولو لپاره به نورې غونډې هم وشي چې په وینا یې د مذاکراتو د اجنډا په اړه بحثونه پيل شي.

په دوحه کې د «افغانستان د سولې مذاکرات» د سپټمبر په ۱۲مه نېټه پرانیستل شول.

تر دا مهاله د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو د تماس ډلو د کاري اصولو او طرزالعملونو په اړه څو ناستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG