د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو سره د خبرو په تړاو غبرګونونه


متحده عربي اماراتو د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو د دغه پړاو کوربه توب په ابوظبي کې وکړ چې د پاکستان او سعودي عربستان استازو هم په کې برخه اخیستې وه.

چارواکي وایي چې د افغانستان د سولې لپاره دغه غونډه ډیره مفیده وه او ډیرې لاسته راوړنې یې درلودلې.

متحده عربي امارات وایي چې د افغانستان د سولې خبرو دویم پړاو به هم په ابو ظبي کې کیږي. د سعودي عربستان او اماراتو مشرانو له افغان جمهور رئیس او د امریکايي، پاکستاني او طالبانو له پلاوي مننه کړې چې په دغو خبرو اترو کې یې برخه واخیسته او ددې غونډې بریا لپاره یې هڅې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد هم نن چهارشنبې پر خپل ټوېټر لیکلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د اوبوظبي د غونډې معلومات شریک کړل او نن شپه به په کابل کې له افغان مشرانو سره وګوري.

د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور پر خپل ټوېټر لیکلي چې "ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدنه کې د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کړي، خلیلزاد افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلي او د پاکستان د پوځ مشر ویلي چې، په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده او په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره به همکاري وکړي"

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیه کې ویلي چې د ډسمبر په ۱۷ او ۱۸مه د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالتونو د استازو تر منځ خبرې اترې په ابوظبي کې وشوې چې په کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو، ملکي‌ تلفاتو او بندیانو سره د چلند او خلاصون په اړه خبرې شوي دي.

طالبانو همدارنګه زیاته کړې چې په دې غونډه کې د اوربند، موقت حکومت، انتخاباتو او افغان حکومت سره د مذاکراتو په اړهد دوي موقف معلوم دی او هیڅکله به په دغسې غونډو کې پرې خبرې ونکړي. دوي زیاتوي چې په افغانستان د سولې د نه راتللو او د اوسني ناورین د اوږدیدو تر ټولو غټ علت په دې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون دی.

طالبانو د اعلاميې په وروستۍ برخه کې دا هم ویلي چې په راتلونکي کې د خبرو اترو لپاره نیټه او ځاې به د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو د مشرتابه له خوا ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG