د لاس رسي وړ اتصالات

"د طالبانو مرکچي پلاوي نومونه په موقتي ډول د بندیزونو له لیسته ایستل شوي"


وسله وال طالبان وايي، له امریکا سره د دوی د مرکچي پلاوي ۱۴ غړي په موقتي ډول د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ایستل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې په دغو کسانو کې د دوی د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم شامل دی.

ملګرو ملتونو، امریکا او افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د تېرکال په سلواغې میاشت کې له امریکا سره د افغان سولې په تړوا له خپل لوري د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۱۴ کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ.

په دغه پلاوي کې مولوي ضیاء الرحمن مدني، عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، امیر خان متقي، ملا فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي مطیع الحق،ملا محمد انس حقاني، ملا نور الله نوري، مولوي محمد نبي عمري او عبدالحق وثیق شامل دي.

د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی انس حقاني چې دا مهال له افغان حکومت سره بندي دی هم شامل دی.

د طالبانو پر مرکچي پلاوي دا بندیزونه په داسې مهال لیري شوي چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په روانه میاشت کې د شپږم ځل لپاره په قطر کې له طالب استازو سره خبرو ته کېني

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې مسکو ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی و.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، تر څو چې طالبان د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ایستل شوي نه وي دوی بهرنیو هېوادونو ته سفر نشی کولای.

طالب پلاوي د مسکو په بین الافغاني غونډه کې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG