د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پیلوټان د ازبیکستان څخه متحدو عربو اماراتو ته ولیږدول شول


د افغانستان د هوایي ځواک پیلوټانو لس ګونه الوتکې ازبیکستان ته وړي دي
د افغانستان د هوایي ځواک پیلوټانو لس ګونه الوتکې ازبیکستان ته وړي دي

د افغانستان د پیلوټانو یوه ډله چې څه باندې یوه میاشت کیده د ازبیکستان په یو نظامي کمپ کې اوسیدل، یکشنبې سپټبمر ۱۲ ( وږي ۲۱)عربي متحده اماراتو ته روان شول.

یو افغان پیلوټ د نوم نه ښودلو په شرط درویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پیلوټانو د ایستلو بهیر د یکشنبې په ورځ پیل شو او ښایي چې څو ورځې به دوام وکاندي.

سره لدې چې طالبانو ویلي و د غچ اخیستو په خاطر په چار برید نکوي، خو دغو پیلوټانو افغانستان ته د بیرته تګ نه ډار درلود او ویل یې چې طالبان یې وژني.

دغو افغان پیلوټانو د افغانستان نه د تلو پر مهال د ځانونو سره ۴۶ الوتکې هم وړي او تر اوسه په ازبیکستان کې ولاړې دي.

د اګست د میاشتې په ۱۵ مې نیټې کابل ته د طالبانو د راتګ نه یوازې څو ساعته وروسته د افغانستان د نظامي پرسونل ۵۸۵ غړي د خپلو کورنیو سره یو ځای په ۲۲ نظامي الوتکو او ۲۴ هیلو کوپترو کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر نه ازبیکستان ته ولاړل.

ویل کیږي چې د افغانستان نظامیانو ۸ هیلوکوپترې د پنجشیر ولایت ته هم وړې وې چې د وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د طالبانو پر ضد د " ملي مقاومت" د جبهې په نامه د وسله والو مشري پکې کوله.

تر اوسه معلومه نده چې د ازبیکستان نه عربي متحده اماراتو ته تللي افغان پیلوټان به کوم هیواد یا هیوادونو ته یوړل شي خو امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د شنبې په ورځ ویلي و چې ښایي دا افغان پیلوټان لومړی قطر او د هغه ځای نه یو دریم هیواد ته ولیږدول شي.

یو شمیر امریکایي چارواکو ویلي چې طالبانو په ازبیکستان فشار راوړی و چې دا الوتکې او پیلوټان هغوي ته وسپاري.

د ازبیکستان لپاره د امریکا یو پخواني سفیر جان هربست امریکا ستایلې چې دغه افغان پیلوټان باسي ځکه هغه وایي" دا په مریکا د افغانستان د پیلوټانو حق دی."

سره لدي چي طالبانو ویلي و چې د پخواني حکومت نظامي پرسونل به راوبولي چې د نویو امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې خدمت وکاندي خو دغه پیلوټان چې متحده ایالاتو روزلي او په انګریزي ژبه خبرې کولی شي، وایي چې د طالبانو د بریدونو اصلي اهداف همدوي دي.

طالب وسله والو په ځینو سیمو کې د افغانستان د هوایي ځواک څو پیلوټان وژلي هم دي.

XS
SM
MD
LG