د لاس رسي وړ اتصالات

د مجیب الرحمن نوم د استرالیا د کرکټ له تجارتي لیګ څخه واېستل شو


د افغان لوبغاړی مجیب الرحمن نوم د استرالیا له تجارتي سیالیو څخه واېستل شو
د افغان لوبغاړی مجیب الرحمن نوم د استرالیا له تجارتي سیالیو څخه واېستل شو

د استرالیا د کرکټ په تجارتي لیګ (بګ بش) کې د میلبورن رېنېګېډ لوبډلې اعلان کړی چې د خپلو لوبغاړو له لست څخه یې د افغان لوبغاړي مجیب الرحمن نوم لېرې کړی دی.

د میلبورن رېنېګېډ په اعلامیې کې چې نن دوشنبه جنوري لومړۍ (مرغومې۱۱) خپره شوې، ویل شوي دي چې «د مجیب الرحمن د عدم اعتراض سند کې تغیر راغلی» او له همدې کبله یې «نوم د سکواډ (لوبغاړو لست) څخه اېستل شوی» دی.

مجیب الرحمن دا څو ورځې مخکې استرالیا ته ولاړ او هلته یې په دغه تجارتي لیګ کې لوبې پيل کړې، ده په تېرو کلونو کې هم په دغه لیګ کې لوبې کړې وې.

د میلبورن رېنېګېډ په اعلامیې کې په دې اړه نور وضاحت ورکړل شوی نه دی چې د مجیب الرحمن د عدم اعتراض په سند کې کوم ډول تغیرات راغلي.

خو یوې سرچېنې، چې په دې قضیې کې دخیله ده، امریکا غږ ته وویل چې افغان کرکټ بورډ د استرالیا ددغه تجارتي لیګ مسئولینو ته ایمېل استولی، چې ولې داسې لوبغاړي ته د لوبېدو اجازه ورکوي چې افغان کرکټ بورډ یې د عدم اعتراض ورکړل شوی سند لغوه کړی دی. ظاهرآ، د افغان کرکټ بورډ له دغه ایمیل نه وروسته، مجیب الرحمن له دغو سیالیو څخه اېستل شوی دی.

د کرکټ هر لوبغاړی، چې د خپل هېواد د کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد لري او په نورو تجارتي لیګونو کې لوبېږي، باید د خپل بورډ څخه د عدم اعتراض سند چې په انګلیسي کې یې « No-Objection Certificate (NOC)» بولي، ترلاسه کړي. که بورډ دا سند ورنکړي، لوبغاړي نه شي کولای په نورو تجارتي لیګونو کې ولوبېږي.

دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی په دې ډول له یو مشهور تجارتي لیګ څخه اېستل کېږي. د معنوي زیان تر څنګ، شک نه شته چې په دې کار سره به مجیب الرحمن لسګونه زره ډالر تاوان هم کړی وي.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره اوونۍ په مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل حق باندې ځینې بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې دا هم شامل دي چې دوی ته به د افغانستان د کرکټ بورډ مرکزي قرارداد هم نه ورکول کېږي او همدغه راز د دوو کلونو لپاره به په تجارتي لیګونو کې د لوبېدو لپاره د عدم اعتراض سندونه هم نه ورکول کېږي.

د بورډ په اعلامیې کې راغلي وو چې د ددغو لوبغاړو په اړه یې له هغه وروسته دا پرېکړه وکړه چې هغوی د بورډ سره د مرکزي قرارداد له لاسلیک کولو ډډه وکړه او «په تجارتي لیګونو کې یې لوبېدل غوره» وګڼل.

خو ځینو لوبغاړو، چې نه غواړي‌ نومونه یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې کرکټ بورډ له هغوی سره دوه ګونی چلند کوي او هڅه کوي چې له دې لارې د لوبغاړو نومونه بد کړي. دغو لوبغاړو وویل چې دوی هېڅکله هم نه دي ویلي چې د افغانستان لپاره لوبې نه کوي او «موږ د خپل هېواد لپاره په ویاړ لوبې کوو او تجارتي لیګونو کې ځکه لوبېږو، چې د همدې کرکټ له لارې ژوند کوو او پایو».

کرکټ بورډ څو ورځې مخکې یوه بله اعلامیه خپره کړه او په هغه کې یې وویل چې دغو لوبغاړو د مرکزي قرارداد د لاسلیک کولو غوښتنه کړې او له بورډ څخه یې غوښتي دي چې په خپلې پرېکړې باندې له سره غور وکړي.

بورډ په دې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی دا مسئله یوې کمېټې ته راجع کړې او د کمېټې له ارزونې وروسته به پرېکړه اعلانوي.

مجیب الرحمن داسې مهال د میلبورن رېنېګېډ لوبډلې څخه اېستل شوی، چې افغانستان په شارجه کې له متحدو عربو اماراتو سره درې شل اوریزې سیالۍ پیل کړې او سبا یې وروستۍ ده. نوین الحق مرید او فضل حق فاروقي هم په کې لوبېږي.

له دغو لوبو وروسته افغانستان له هند سره شل اوریزې سیالۍ لري او بیا څو میاشتې وروسته په امریکا او ویسټ انډیز کې شل اوریز نړیوال جام سیالۍ پیل کېږي، خو تر دې مخکې د هند د کرکټ لوی تجارتي لیګ (آی پي ال) پیلېږي، چې مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل حق، راشد خان، محمد نبي،‌ نور احمد، رحمان الله ګربز او عظمت الله هم په کې لوبېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG