د لاس رسي وړ اتصالات

نبي څلور ویکټې او د اوسط منډو ورکولو لومړی مقام واخیست- آی پي ال


محمد نبي آی پي ایل کې د اوسط منډو ورکولو له مخې لومړی مقام وګاټه
محمد نبي آی پي ایل کې د اوسط منډو ورکولو له مخې لومړی مقام وګاټه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان محمد نبي سږ کال د آی پي ایل په روانو سیالیو کې لومړی ځل و چې لوبه یې وکړله او ښه وځلید.

محمد نبي په څلورو اورونو کې یوازې ۱۱ منډې ورکړلې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. د نبي په څلورونو اورونو کې په اوسط ډول ۲.۷۵ منډې شویدي چې دا د سږکال آی پي ایل په لوبو کې ریکارډ دی.

محمد نبي په اوسط ډول د لږو منډو ورکولو له مخې هم تر ټولو د اقتصادي بالر مقام لري.

که څه هم چې د شلو شلو اورونو په لومړنیو شپږو اورونو کې چې یوازې دوه توپ ټولونکيد دایرې (سرکل) نه بهر وي، د ورو توپ اچونکو لپاره توپ اچول خورا ګران کار دی، خو محمد نبي په پرله پسې توګه خپل څلور واړه اورونه وکړل.

د محمد نبي په شپاړلسو توپونو هیڅ منډه ونشوه چې د هند غوره لیګ یا آی پي ایل د سږکال په سیالیو کې په دویم مقام راغی.

محمد نبي د سن رایزر حیدر آباد په لوبډله کې لوبه کوي. بل افغان لوبغاړی راشد خان هم په همدې لوبډله کې دی.

XS
SM
MD
LG